
غزنی: هندي الوتکو د ولسي خلګو کورونه په نښه کړي
نن ټکی اسيا (جمعه ، ۱۲ لړم ، ۱۳۹۶): د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو هغه الوتکو چې هندي حکومت ورکړي د عامو خلګو پر کورونو بمبار کړی.
د هندي الوتکو په بمبار کې چې د ګيرو ولسوالۍ پر پنې او مسلې سيمو شوې ۴ تنه ملکيان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
نن ټکي اسيا ته له سيمي نه يو تن (عبدالاحد) ويلي چې په پنې او مسلې کې د عامو خلګو پر کورونو د بمبار له امله د ځاني زيان تر څنګ مالي زيان هم اوښتی او د هغوی کورونه نړېدلې.
له ګيرو ولسوالۍ څخه رسنيو ته داسي راپورونه هم رسېدلي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په سيمه کې نښتي رواني دي.
ګيرو د غزني ولايت هغه ولسوالي ده چې له مرکز پرته يې پر ټولو سيمو طالبان واک لري.
د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ يې د طالبانو تر دوامداره محاصرې لاندي ده.