fbpx

د تکبر پایله ذلالت دی

حکمت الله حاکمي

د مقدس شریعت په لحاظ د تکــــــــبر څخه ممانعت یوازي د یو چا څخه نه دی سوی چي عالم به تکبر کوي امي به یې نه کوي او یا برعکس. او یا شتمن به یې کوي غریب به یې نه کوي او یا برعکس. او یا مجاهد به یې کوي غیر مجاهد به یې نه کوي او داسي نور یعني ټولو مسلمانانو ته عامه خبره سوېده تشخیص و چاته نه دی سوی او ممانعت یې سخت سوی دی کفار خو بې هغه کفار دي چي همېشه به یې ځای جهنم وي هغه که تکبر کوي او کنه

الله تبارک تعالي فرمائي

وَلَا تَمْشِ فِى الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا

ژباړه:په ځمکه کښي (په تکبُر سره) مه ځه، ته نه ځمکه څيرولای سې، او نه هم د غرونو هسكوالي ته رسېدلای سې.

متکـــــــــبر صرف او صرف یو الله عزوجل دی بس او بس د دې نه پرته بل څوک متکبر نه سي جوړېدلای تکبر کول د سترو ګناهونو څخه یوه ستره ګناه بلل کیي چي تکبر کونکي ته به سخت عذاب ور کول کیږي.

شیطان د ملائکو استاد بلل کېدی البته د تکبر په وجه الله څومره ذلیل کړ او خپل له درباره یې و شړی

الله عزجل دي مونږ او تاسو له تکبر څخه وساتي

اللهم آمین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د