خبرتیاوی او پیغامونه

د څو ويښو ځوانانو په استازيتوب د خواشیني خبرتیا

یوه ورځ به دي ږغ وسي عـلي خــــــــــــــــــانه
چي فلانی هم لکه ګرد و غبار تیر سو
بسم الله الرحمن الرحیم
«”..كل نفس ذائقة الموت وإنما توفون أجوركم يوم القيامة فمن زحزح عن النار وأدخل الجنة فقد فاز وما الحياة الدنيا إلا متاع الغرور ..” سوره آل عمران : آیه ۱۸۵
ارګ که څه هم د قاتلانو په مرګونه خوابدي کيږي خو يوه ورځ لا هم د هيواد د علمي ککريو په خواشيني ځان نه کړئ غمجن،د رشاد بابا مرګ يې ښه بېلګه ده .

پکار خو دا وه چي نن د ملي اتل؟ غوندی دوه سلنه خواشيني خو ښکاره سوی واي،خو دریغه چی بیرغ د اجړا د زرین شال په شان د جمهوری ریاست پر ماڼۍ د ( ایدوارډ ایلګار ) د نغمی ساز ته ټیټي سترګي نڅېدئ،خو اولس په دې ښه پوهېږي چي نن يې يو بل غر راونړېدئ.
د کندهار د نامتو اديب (عبدالغفار بريالي ۱۳۱۰ل)مېرمن او د افغانستان  د بهرنيو چارو د پخواني وزير مولوي وکيل احمد مور په کابل کي په حق ورسېده .
زه او زما ملګري پدې غم کي ځانونه  شريک بولو ، درد او غم يې احساسوو او ددوی کورنۍ او ټولو اړوندانو ته د لوی خدای له دربار څخه د زړه صبر او مرحومي بي بي ته د مغفرت ددعا لاس پورته کوم.

سردارولي پښتون زوی

د څو ويښو ځوانانو په استازيتوب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x