
د ترکیې سره پر پوله ۸ ایراني عسکر وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): تېره ورځ جمعه د ترکیې پولې ته نیژدې د وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر مهال د ایران لږ تر لږه اته عسکر وژل شوي دي.
د ایران د رسمي خبري اژانس د راپور سره سم تېره ورځ جمعه ماښپين مهال د وسلوالو مخالفینو او ایراني ځواکونو تر منځ د ترکیې سره پر پوله جګړه ونښته چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښتله.
د غربي ازربایجان ولایت مرستیال والي علي رضا رادفر رسنیو ته د یادې پيښې پخلی کړی دی او ویلي یي دي چې پېښه د ترکیې سره پر پوله د «چلدوران» په سیمه کې را منځته شوې.
دغه سیمه چې د ایران په شمال غرب کې پرته ده، اکثریت اوسیدونکي يې کردان او ترکي نژاده ازریان دي.
د ایران په غربي پوله کې بیلتون غوښتونکي وسلوالې ډلې فعالیت کوي چې کله کله ددواړو لوریو تر منځ د ورته مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکول کیږي.