نړۍ

په سوریه او عراق کې د داعش له لاسه دوه نور ښارونه ووتل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): داعش په سوریه کې مهم ښار «دیر الزور» او په عراق کې سرحدي ښار «القایم» له لاسه ورکړی دی.

تېره ورځ جمعه ناوخته د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي د سوریې سره د سرحدي ښار «القایم» د نیولو خبر ورکړ. دغه ښار په عراق کې د داعش ډلې وروستی قوي مرکز وو او د سوریې سره وروستی پوله وه چې د داعش له ولکې څخه ووتله.

تېره ورځ جمعه سهار مهال د سوریې پوځ اعلان وکړ چې د «دیر الزور» ښار یې هم په بشپړه توګه د داعش ډلې څخه ونیوی.

دیر الزور په تیلو غني ولایت دی چې د داعش لپاره یې په اقتصادي برخه کې ډیر اهمیت درلود.

د دیر الزور ولایت جګړه په تېره سپتمبر میاشت کې پيل شوه او بالاخیره د سوریې نظامي ځواکونه د روسي الوتکو او ایراني ملیشو په ملتیا وتوانېدل چې دغه ولایت په بشپړه توګه د داعش څخه ونیسي.

څه موده تر مخه د داعش پلازمینې «الرقه» ښار هم سقوط کړی وو او هلته پاته جنګیالې د یوه تړون وروسته دیر الزور ته انتقال شوي وه.

د یادونې وړ ده چې له اوس څخه یوازي پنځه میاشتي تر مخه داعش د سوریې او عراق د پولې په شمول په دواړو هیوادونو کې ستر ښارونه لکه موصل او رقه تر ولکې لاندي لرل، خو اوس یې هغه ټوله له لاسه ورکړي او ځینو تنګو او غیر مهمو سیمو ته شړل شوي دي.

باید وویل شي چې د څو میاشتو راهیسي د عراق او سوریې پر لویو ښارونو باندي د امریکایانو او روسانو بمباریو او همداسي د داعش له لوري چاودنو او ځمکنیو نښتو دغه ښارونه په کنډوالو بدل کړي دي، په لسګونو زره انسانان په کښي وژل شوی، بې کوره شوي او معیوب شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x