روغتیا

ډېره سجده لګول د «زهایمر» څخه انسان ساتي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): زهایمر یا په وروستي عمر کې د اعصاب خرابۍ ناروغي یو له هغه ناروغیو ده چې ډاکټران او دوا جوړونکي شرکتونه یې په علاج په سي لالهانده دي.

دوی نه یوازي د دغې ناروغۍ د مخنیوۍ لپاره رنګا رنګ تجربې او څیړنې کوي، بلکې پر هغو امکاناتو هم غور کوي چې اقلا په وروستي عمر کې د دماغ خرابۍ «زهایمر» ناروغۍ تاثیرات پر انسان باندي را کم کړي.

تر اوسه موندل شوي دواګاني د دغې ناروغۍ د ځنډ او یا منفي تاثیراتو د کمښت لپاره کارول کیږي خو په بشپړه توګه یې له منځه نه وړي.

د زهایمر ناورغي له امله انسان د خپل محیط څخه بیګانه سي، خپل او پردی نه سره پيژني، هیرجن وي، هیڅ یې نه په یادیږي، زاړه یادونه یی په یاد خو نیژدې پيښي یې ژر له دماغه وځي، د سمعي او بصري توهماتو سره مخ وي، ژر عصباني کیږي، د شپي او ورځې تر منځ فرق نه شي کولای او ورته ډیر نور اعراضو سره مخ کیږي.

ایا سجده د زهایمر د ناروغۍ څخه مخنیوی کولای شي:

د انساني دماغ حجرې د وخت په تیریدو سره وچیږي، راټولیږي او مړې کیږي، چې له همدې وجې بیا د یاد ساتلو او د شیانو په منځ کې د فرق کولو حس یې له منځه ځي.

هر انسان د خپل عادتونو له مخې دماغي وظایف ژر او وروسته له لاسه ورکوي، د مثال په ډول ځیني خلک چې شپیته کلنۍ ته ورسیږي، دماغ یې د اتیا کلنۍ مهال ته رسیدلی وی، خو بلعکس ځیني نور بیا چې په شپیته کلنۍ کي وي، دماغ یې بیا هم تر او تازه وي.

د دماغ د تازه او فعاله ساتلو لپاره هغه ته اکسیجن ورکول مهم دی، کوم چې د وینې په واسطه دماغ ته انتقالیږي.

کله چې انسان سجده کوي، سر یې ځمکې ته ښکته کیږي، دغه وخت دماغ ته وینه په ښه توګه رسیږي، چی څومره اوږدې او ډیرې سجدې کیږي، هغومره ګټه کوي.

د سجدې تر څنګ ځیني هغه تمرینونه هم ګټور دي چې سر په کښي ښکته کیږي او جسم پورته وي.

د زهایمر څخه د ځان ساتنې لپاره لاندي لیکنه هم ګټوره ده:

دماغ خرابونکي لس عادتونه / انځورونه

سرچینه: الجزیره + نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x