خیر القرون : شپږم درس

لیکوال: احمد الله عاطفي

قبل الفتح

قال الله سبحانه وتعالی: لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ ۚ أُولَٰئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِير ٌ.(الحدید: ۱۰ )

ژباړه: ستاسو هغه چې تر فتحي وړاندې ئې انفاق کړی او جنګیدلي(له نوروسره) برابر نه دي، دوی د درجې له پلوه تر هغو ستر دي چي ترې وروسته ئې انفاق کړی او جنګیدلي، او الله له هر یو سره غوره وعده کړې، او الله په هغه څه ښه خبر دی چې تاسوئې کوئ.

مفسرینو ددي مبارک آیت دنزول یو سبب دسیدنا حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) په باره کې ښودلی، چې خپله پانګه ئې داسلام په لمړیو ورځو، وړاندي دمکې له فتح انفاق کړ، الله سبحانه وتعالی دوحي په واسطه په هغه سلام واستو،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) هغه ته و فرمايل: جبرائيل آمین دالله سبحانه وتعالی له لوري پر تاسلام وايې او پروردګار له تا پوښتنه کوي: ایا په دي فقر کې زمانه خوښ يې که ناراضه؟ حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) په ډیرعاجزي او ژړا عرض وکړ: ایا زه له خپل پروردګاره خفه کیږم؟! زه له خپل ربه راضي یم ، زه له خپل ربه راضي یم.

سیدنا حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) فرمايې: لمړني خلکو چې دالله دین خور کړحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) او حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) وو،ابوبکرلمړنی شخص و چې داسلام په لار کې خپله پانګه انفاق کړه .

په مبارک آیت کې دفتحې نه وړاندي او وروسته دصحابه کرامو ارزښت او فضیلتونه بیان شوي، دمفسرینو کرامو په قول له فتحي نه مراد دحدیبیي صلحه چې دهجرت په شپږم کال تر سره شوه، او دځینو په قول دمکې مکرمې فتحه ښودل شوي چې دهجرت په اتم کال تمامه شوه ،چې دواړه ئې سره برابره خبره ده دحدیبيي صلحه وه چې دمکې فتحې او نورو بریاوو لپاره ئې لاره خلاصه کړه، دواړه قولونه سره منافات نه لري.

د(مِن قَبْلِ الْفَتْحِ ) نه زیاترو مفسرینو دمکي فتحه غوره کړیده ،خو هغوي چې د(مِن قَبْلِ الْفَتْحِ ) نه دحدیبې صلح اخلي په دي روایتونو استدلال کوي: امام احمد پخپل مسند کې دحضرت انس(رضی الله عنه) نه روایت کوي،چې فرمايې: دحضرت خالد او حضرت عبدالرحمن (رضی الله عنهما) ترمینځ خبري ترخي شوي، حضرت خالد، حضرت عبدالرحمن ته وويل: تاسو په اسلام راوړلو کې زمونږ نه وړاندي یاست، دمخکنیو خدمتونو په بنیاد ځان پورته ګڼئ په همدي اساس تاسو پرمونږ دبرلاسي نیت او ځان غوره بولئ؟

داخبرچې حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ته ورسید ،وي فرمائيل: په هغه خدای قسم چې دهغه په لاس کې زما روح دی، که تاسې داُحد یا دغرونو په اندازه سر زر ولګوئ، ددغو خلکو عملونو ته نشئ رسیدی.

له دي دلیله چوتیږي چې قبل الفتح نه دحدیبي صلحه مراد دی ځکه دحدیبي دصلحي په وخت خالد بن ولید په اسلام مشرف شوی نه و،مګر دمکي په فتح کې دمجاهد مسلمان په توګه په ولولو شریک و.

دویم دلیل: دحضرت ابوسعید خدري(رضی الله عنه) نه روایت دی چې فرمايې:حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مونږ ته د حدیبې دصلحې په زمانه کې وفرمائيل: ډیرژر داسي خلک راتلونکي دي ،چې تاسو به د هغوي د عملونو په لیدوسره، خپل کړي عملونه به درته کم رنګ او لږ وبریښي،خو که له هغو نه چاسره دغره په اندازه سره زر وي او هغه ټول دخدای په لار ولګوي، هغه به ستاسو د دوو رطلونو(یوپاو) بلکې دیو رطل لګښت سره برابر نه شي.

له مفسرینو څخه مجاهد، قتاده، زید بن اسلم او یوشمیر نور(مِن قَبْلِ الْفَتْحِ) نه دمکې فتح بولي، همدا راز دعامر شعبي په شمول یو شمیر نور مفسرین له دي فتحې نه دحدیبیي سوله اخلي.

دحدیبیي له صلحې یادمکې له فتحي وړاندې دصحابه ئې کرامو سرخندنې نفاق او جهاد درجه ډیره لوړه ده ،هغوي په داسي ظروفو او شرایطو کې ددین مرسته اودحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ملاتړ او دفاع ته وړاندې شول او په دي لار کې داسي اتل ولي وکړه چې دبشر تاریخ ئې څاری نه وو لیدلی او نه به ئې وویني ،چې دشهادت په شمول هر ډول خطر متوجه وو او دا هر څه دوې دالله رضأ په خاطر وګالل، پانګه ئې داسي وخت کې مصرف کړه چې د فتوحاتو اټکل خو لاپریږده چې هر لحظه دتیغه تیریدو له خطر سره مخ وو، په داسي حال کې چې وروستنیو ته ددوي په نسبت هر اړخیزامتیازات او اسانتیا وي تر لاسه شوي وو، له دي سره سره دا باید په یاد ولرو چې دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دمبارکو اصحابو فضیلت په مجموع کې دټول اُمت نه لوړ او الله سبحانه وتعالی په مجموع کې ټولو صحابه ئې کرام اولني دي که وروستني ټولوته د(وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ) مبارک کلام سره دجنت وعده او بشارت فرمائيلي دي،هغوي په مجموع کې جنتیان او الله سبحانه وتعالی له هغوي راضي دی، مونږ ته دهغوي په شان کې دزیات او کم ویلو کنجایش نشته ،خوکوم فضیلتونه چې دمراتبو په لحاظ خپلو کې سره لري مونږ هم تر همغه حده دویلو اجازه لرو ،نه له دي وړاندي تګ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د