نظــر

بیدینۍ ته ګومارل شوي قلموال !

دا د روبلو مینان اوس په ډالرو روږدي
دا په ښوروا په پلاونو او په  لرو روږدي

چې د دوی جیب ډک وي، ملي ګټه او تاوان څه کوي
دوی په مذهب او په پښتون او پښتونستان څه کوي

(شاعر: مطیع الله تراب)

–    پدې وروستیو کې د یرغل د مزدورو رسینو له لارې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي نشرات یوڅه زیات شوې دي چې BBC راډیو هم دغه پیلامه کې لویه برخه واخسته او په قندز کې د یوی دیني مدرسې سپکاوي راپور یې په مکرر ډول سره نشر کړ، ځیني له اسلامه بیزاره شوې بیدینه سیکولران په فیس بوکي فعالیتونو کې شپه او ورځ د اسلام او آزادۍ ساتونکي او ګټونکي منارونه په سیکولرستي ډبرو ولي او نور ناپوهان دغې بربادۍ ته تشویقوي، داسې احمقان په افغاني ټولنه کې راڅرګند شوې دي او تعداد یې هم د ګوتو له شماره اووښتی دی، په همدې ډول ډیرو نورو سیکولرانو له جملې یو شمېر داسي بیدینه سیکولر هم شته چې تل د یرغلګرو او د دوی د حلقه بګوشه غلامانو (د وخت د شاشجاع ګانو او کارملیانو) صفتونه کوي او ورسره جوخت جهاد، شهید، ملا او طالب ته ښکنځلې کوی، دوی په دې کار سره د خپلو یرغلګرو بادارانو څخه د یو څه مادیاتو او شاباسي په خاطر د افغاني عزت ساتنې په ناموسي مسایلو هم انتقادونه کوي کوم چې د اسلامي اصولو سره مناسب په افغاني غوره عنعناتو کې د لوړ عزت څرګندونکې دي .

دغه ډله افراد د اسلام په مقدساتو باندې د مختلفو لارو د سپکاوي انتقادونه کوي او دغه کار ته نور خلک هم رابولي، دوی کله مستقیم او کله غیر مستقیم د اسلام لوړ شعایر او مقدسات د سپکاویو میدان ته راوباسي تر څو نور بیدینه افراد او بعضې بیخبره ناپوهان په دغه ناوړه عمل باندې روږدي کړي، دوی  جهاد، مجاهد، استشهاد، شهید، عالم، مسجد، مدرسې، ملا او طالب ته په مختلفو ډولو سپکاوی کوي، حال دا چې د افغان ټولنه په دغو ارزښتونو باندې د تاریخ په پړاو کې د سرونو په لکونو قرباني ورکړي دي، مهاجرتونه یې کړي او پوره ناخوالې او اقتصادي زیانونه یې ګاللې دي خو د خپلو لوړو اسلامي ارزښتونو ساتنه یې په پوره میړانې سره کړې ده او د دښمنانو په دسیسو یې تل خاورې اړولې دي.

کفار غواړي چې زمونږ ټولنه هم د مصر، ترکې او ورته نورو ضعیفو اسلامي ټولنو په څیر کړي او په افغانستان کې د داخلي سرطان (سیکولریزم- بیدنۍ) په پیدا کولو سره د افغاني ټولني اسلامي او آزادۍ غوښتونکی قوي وجود پداسې شکل د ضعف سره مخ کړي چې د یرغلګرو کفارو شتون له شتونه بغیر د اسلام او مسلمانانو د نسکورولو، ذپلو او کمزوري کولو لپاره بهرني فشار او برید ته ډیره اړتیا ونه لیدل شي.

 دغه ښکیلاکګر هیوادونه چې په کوم هیواد تیری کوي تر هغې مخکې هم په نښه شوي هیواد کې د فکرې استعمار لپاره تبلیغاتي قلموال او نور وسایل کاروي او ورسره جوخت د یرغل په دوران کې هم بیا دغه پروسه ډیره قوي کوي او د مستعمره هیواد له ولس څخه د آزادۍ روحیه لوټي تر څو ددوی د ښیکلاک د دوام باعث شي، په همدې موخه د هغه هیواد په لوړو ارزښتونو بریدونه کوي کوم چې د آزادۍ د روحیې د ژوندي ساتلو سره تړاؤ لري.

الحمد لله د روان یرغل په وړاندې په افغانۍ ټولنه کې د جهاد سنګر موجود وو او د اسلام د دښمن په وړاندې له پیل نه تر ننه پورې بې له کوم ځنډه د جهاد او غزاوو میدانونه ګرم ول، هیڅکله دښمن ته ددې مجال په پوره پیمانه په لاس ورنغی چې د ښکیلاکي پروسې د معمول سره سم په افغانستان کې د ولس افکارو ته په لویه پیمانه د اسلام او آزادي پر ضد تغیر ورکړي.

په اسلام او آزادۍ مین ځوانان باید په خپله اسلامي افغاني ټولنه کې د مُضره افرادو په وړاندې تل کلک دریز ولري او په هر ډول چې ممکنه وي باید د داسې ساري سرطان ( سیکولریزم- بیدیني) خپروونکي ادرسونه د هر ډول بریدنو لاندې ونیسي او مقابله یې وکړي تر څو زمونږ دین خاوره او ولس د لوړو ارزښتونو څخه د نورو پخوانیو اسلامي ټولنو په څیر بی برخې نه شي، کوم چې نن د کفارو او داخلي مرتدانو د ظلمونو په وړاندې د ژړا او ښیراؤ پرته بله حربه نه لري.. 

ومن الله توفیق
ــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکنه: اسماعیل نثار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x