خبرونه

کابل: تیمور شاهي کې یو مارکېټ کې اورلګیدنې درانه مالي زیانونه اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): د کابل ښار د اولې حوزې پولیس وايي، په تیمورشاهي سیمه کې په یوه مارکېټ کې اورلګیدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، اور د ټوکرو په دوکان کې لګیدلی او شاوخوا شل دوکانونه یې سوځولي دي.

د مجاهد په خبره، مارکېټ نوی جوړ شوی و او تر شپېتو پورې دوکانونه یې لرل.

دی وايي، د اوروژنې کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او اور یې مړ کړی دی.

تراوسه پورې د اورلګیدنې د لامل په هکله څه نه دي ویل شوي او نه هم د مالي زیان کره شمېره په ډاګه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x