شعـــــرونه

غزل

خالد حافظ

په سترګو مې ټوله شپه دلداره خاموشي وه
دا ژوند څومره بدرنګ و بې دیاره خاموشي وه

توبه دمیکدې نه زه نور نه ځمه زاهده!
پرون مې په حسونو کې خماره خاموشي وه

مونږه دنغمو له ښاره لرې چېرته اوسو؟
داغږ یې چې زه ناورم بې ستاره خاموشي وه

شور نشته،مستي نشته، زوږ نشته دې
دا چا درته مړې کړې آی مالیاره!خاموشي وه

خبر نه یم چې څو ژونده به نور هم دلته اوسم
دژوند په هر قدم کې انتظاره خاموشي وه

مطربه! ددې ژوند اړخ څه بل شانتې بدل کړه
په ګوتو کې دې څومره موسیقاره خاموشي وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x