
نامالومو وسلوالو ولایتي شورا ته کاندید تښتولی
نن ټکی آسیا: د هېواد په شمالي ولایت سرپل کې نامالومو وسلوالو ولایتي شورا ته کاندید تښتولی.
ددغه ولایت چارواکو په وینا حسین نظري بېګا شپه نامالومو وسلوالو کسانو د سوزما قلعه ولسوالۍ نه ولایت ته د ستنېدو پر مهال وتښتولو.
د سرپل والي عبدالجبار حقبین پېښه تصدیق کړې او ویلي یې دي چې حسین نظري د دولت مخالفینو لخوا بېګا شپه تښتول شوی.
حقبین زیاته کړې چې حسین نظري د بلخاب ولسوالۍ څخه ولایتي شورا ته کاندید و.
د حقبین په وینا نظري نامالوم ځای ته وړل شوی، امنیتي ځواکونه او ددغه ولایت سپین ګیري د نوموړي د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.
د سرپل ولایت کې تېره میاشت هم د ډاکتر عبدالله یو کمپاینر د کوهستانت په ولسوالۍ کې ووژل شو.
د پېښې مسئولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.