خبرونه

پاکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې بدلونونه راولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): وروسته له هغه چې پاکستان پر افغان محصولاتو مالیه لوړه کړه، پاکستاني سوداګر په اندېښنه کې شوي او له حکومت یې غوښتي، چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې له نرمۍ کار واخلي.

یو کال مخکې افغانستان د پاکستاني توکو لپاره ښه بازار و او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه تر درې میلیارده ډالرو پورې رسېده؛ خو د چاه بهار بندر له پرانېستو وروسته دغه شمېره له یوه میلیارد هم راښکته شوې ده.

د تورخم د ګمرک یو کارمند خان شینواري ویلي، پاکستان که د افغانستان سره په سودګرۍ کې له نرمۍ کار وانه خلي؛ نو پاکستان به هغه بازار له لاسه ورکړي، چې له لسیزو راهیسې یې خپل کړی و او زرګونه توکي یې پکې پلورل.

شینواري پاکستاني حکومت ته وړاندیز کړی، چې د افغانستان سره په سوداګرۍ کې له سره کتنه وکړي او د مالیو د لوړولو پرځای باید افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

شینواري اندېښنه ښودلې، که پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښه کې له سختۍ کار واخلي، نو خپل غټ بازار به له لاسه ورکړي.

په تورخم کې د سوداګرو د ټولنې مشر حیات الله شینواری هم ورته اندېښنه ښيي. د ده په خبره، افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې ورځ تر بلې هند او ایران ته نږدې کېږي او پاکستان د لرې کېدو په حالت کې دی.

پاکستاني سوداګر داسې مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ د کموالي په برخه کې اندېښنه ښيي، چې تېره اوونۍ افغان حکومت د چاه بهار بندر له لارې د غنمو بار لومړۍ کښتۍ د هندوستان څخه چاه بهار بندر ته راولېږدوله.

افغان سوداګرو مخکې ډېر توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته رالېږدول؛ خو د چاه بهار بندر له پرانېستو وروسته اوس پر پاکستان ډېره تکیه نه کوي.

د پولې دواړوو خواوو ته سوداګر وايي، چې دواړه حکومتونه دې سیاست په سوداګرۍ نه ورګډوي او دواړه حکومتونه دې سوداګرو ته اسانتیاوې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x