بې ځایه غمجنو پېغلانو نجونو ته پېغام ….!

احمد جنيد مبارز

زموږ په ټولنه کي ځيني داسي پېغلاني سته چي په خپله کورنۍ کي اوسیږي ، د پوره صحت او عافیت خاونداني وي، پر هغه بستر بیديږي چي يوازي په دې پوري خاص وي، خواړه او چیښل ور رسیږي، ژوند یې بېله بیري په امن او امان کي تیریږي، هر څه چي ددې زړه غواړي هغه څه پر هغه وخت یا لږ موده وروسته ورته راوړل کیږي، عقلي او جسدي قوتونه یې ټوله پوره وي، دخپلو همزولانو او مېلمنو سره وخت په خندا تېروي، مګر که ددې خاصي لیکني په فېسبوک یا بل څه کي ووینې هلته به یې لیکلي وي : اې زما غمونو او خواشنیو پر ما ورحمیږئ نور د صبر کولو توان راسره نسته .

اې زما مرګه ولي نه راځې؟! ژوند مي په څومره عذاب راباندي تیریږي !

نوري به یې هم دغسي بې ځایه د غم خبري لیکلي وي او په خپلو لیکنو کي به ځان داسي غمجن ښکاره کوي چي نور کسان باید پر وژاړي .

خو زه او ته باید پوه سو چي دوی د کم غم خبري کوي؟!

دوی ولي د الله جل جلالُه د نعمتونو حمد او شکر نه اداء کوي؟!

خــوينـدو …!

تاسي باید پر دغه خپل حال د الله جل جلاله شکر اداء کړئ، ځکه تاسي نه یاست خبري چي غم چشي دي؟

بېره او خوف څه ته وايې؟

لوږه او شړل څنګه وي؟

زه پر دې بېرېږم چي الله جل جلاله به مو دغه ستاسي د بې ځایه لیکنو په حقیقت اخته او مبتلاء کړي، ددې ډېر امکانات سته چي دغه ددرواغو غمونه به مو الله جل جلاله په واقعي او رښتني غمونو دربدل کړي، نو د شکایتونو پر ځای د الله جل جلاله حمد او شکر اداء کوئ ځکه الله جل جلاله ددغه ډېرو نعمتونو په درکولو سره ددې حقداره دي چي حمد او شکر یې اداء کړل سي .!

ږغیزه وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د