نړۍ

 د برتانيا سفیر: ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نړيوال سرحد دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): په کابل کې د برتانيا سفير نيکولاس کي وايي، چې بريتانيا او نړيواله ټولنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډيورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه پېژني او دا يې د پاکستان حق بللی، چې پر ډيورنډ کرښې هر ډول اغزن تار يې زړه وغواړي لګولی يې شي.

سپونيتک خبري اژانس ليکلي، چې د پاکستاني پوځيانو له لوري پر ‌ډيورنډ کرښې د اغزن تار او کټارو د لګېدلو په اړه د برتانيا سفیر وايي، چې دا کار د پاکستان خپل حق دی او څوک حق نه لري، چې په دې اړه شکايت يا نيوکه وکړي.

د برتانيې سفير د طالبانو په اړه هم ويلي، چې د جګړې له لارې خپلو هدفونو ته ورسيږي او غوښتنه يې کړې، چې طالبان دې د جګړې پر ځای له ګډ حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي.

د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه د انګليس سفير د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د ګډ حکومت له راتلو وروسته پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو اغزن تارونه او کټارو لګول پيل کړي، خو حکومتي چارواکي يې په اړه پټه خوله دي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې حکومت د برتانيا په منځګړيتوب له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې رسمي کول منلي، نو ځکه د ګډ حکومت مسوولين د پاکستان د کارونو په ځواب کې خاموش دي.

پاکستانی خبریال طاهرخان وايي، چې دی د يو شمېر خبريالانو په ملتيا جنوبي او شمالي وزیرستان ته تللي وو، خو پوځيانو دوی ته د پوښتنو کولو اجازه نه ده ورکړې او يوازې د پوځيانو له لوري د لګېدلي اغزن تار ليدنه يې وکړه.

د طاهر خان په باور د قبايلي سيمو خلکو پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د لګولو په اړه خوښي نه ده کړې.

په افغانستان کې ګڼ سياسي چارواکي، قومي مشران او قبايل پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار د لګولو مخالف دي، خو ګډ حکومت يې په پټه خوله ورسره مني.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي، افغان تاريخ پوه قدرت الله حداد، تاريخ پوه حسن کاکړ، ډاکټر فیض محمد ځلاند او ګڼ نور چارواکي وايي، چې د ډيورنډ کرښې منل د ګډ حکومت له توانه پورته خبره ده او دا پرېکړې يوازې د کرښې دواړو خواوو ولسونه کولای شي.

د افغان کارپوهانو په باور پر ډيورنډ کرښه د پاکستان فعاليتونه ناقانونه دي او په اوس وخت کې د افغانستان حکومت د دې توان نه لري، چې پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

د انګیس سفیر به خد داسې وایې دا کرښه خو دوی تېره کړې او پاکستان ته میراث پاته شوې ده خو د يوو قام او
ژبې او یوو کلچر بیلول د اغزن سیم به لګولو یو بشرې جنایت دی د ډيورن کرښه به ګډ پښتانه هیڅ قبوله نکړي !
هغه کرښه انګلیس په زور په خپلو ګوډاګیانو منلې نه په افغان ولس !!

الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی !!!!!!!!!!!!!!!!!!!! او د افسوس وړ خبره !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! هماغه انګریزان چه نیم افغانستان یی درڅخه د ډیورند د کرښی په راښکدو د یعقوب خان وخت کی د سلو کلو د پاره اجاره او دامان الله خان وخت کی دایمی قباله کړی او کله چه وتل هغه قباله شوی پرخه انګریزنما پاکستانو ( جناح ) ته سپاری ، د پاکستان لاس کی یعنی د انګریزانو لاس کی دی ځکه پاکستان هم د انګریزانو تر بخوا زیاته پخه مستعمره ده د همدی امله یی امرکیا فوځ ته د کال دوه که دری بیلونه ډالره ورکوی یعنی د پاکستان فوځ دانګریزانو او د… نور لوستل »

mohammad ehsan

دا کرښه باید انګلیس رسمی وبولی ځکه دا د دوی کرښه ده او باید د دوی حیثیت اعاده شی .که نه دوی څوک او څه یې کار ؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x