پکتیا: د ولایتي شورا دیو نوماند د ورور په ګډون د هغه څلور کمپاینران ووژل شول
د پکتیا مرکزګرديز ته نږدې د شیخانو په کلي کې د سړک د غاړې د یوې چاودنې له امله څلورتنه ووژل شول، ياده پېښه نن دوشنبه هغه وخت رامنځ ته شوه چې له سړک نه د پکتیا ولایتي شوراته د نوماند فضل الحق جیلان د کمپیان موټر د تېرېدو په حال کې و. د پکتیا امنيتي مسوولین ياده پېښه تايیدوي او وايي چې د یاد نوماند ورور هم په وژل شويو کې شامل دی، د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال زلمی اوریاخېل وايي چې نن سهار لس بجې د جیلان د کمپاین په موټر چاودنه شوې چې درې تنه کمپاینران يې ځای پرځای وژلي دي، نوموړی وايي چې د یاد نوماند ورور له دې موټر سره ځېرمه په موټر سایکل روان وچې د ماین ښکار شو. د پکتیا ولایتي شورا ته نوماند فضل الحق جیلان یاده پېښه کلکه وغندله او له طالبانو يې په ټاکنو کې د جګړې د توقف هیله وکړه.
دیادې پېښې اړوند طالبانو تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، مګر طالبانو پرلپسې د ټاکنو د ګډوډي خبرداری ورکړی دی.چې ډېر خلک يې په اندېښنه کې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې راتلونکوټاکنو ته یواځې پنځه ورځې پاتې دي.