افغانستان

کندوز : چهاردره کې بهرنيو ځواکونو عام ولس بمبار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): تېره شپه د کندوز ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د عامو ولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی او درنه مرګ ژوبله يې اړولې.

له سيمي نه نن ټکي اسيا ته د جان محمد کندوزي په نوم يو تن ويلي چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو الوتکو د چهار درې ولسوالۍ درې کلي (وردګ ، قتل عام او عیسی خیل) بمبار کړي.

کندوزی وايي له وردګ او عیسی خيلو کليو څخه خلګ وتلي او په وينا يې بهرنيو ځواکونو قتل عام کلی سم قتل عام کړی دی.

د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې د قتل عام کلي ډېر ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي چې زياته برخه يې ښځي او ماشومان دي.

د بمبار له له امله د اوښتي مرګ ژوبلي کره شمېره لا نه ده په ډاګه شوې.

د کندوز د ولايتي شورا وکيل خوش محمد نصرتيار پر (قتل عام ) کلي د بهرنيو ځواکونو د بمبار پخلی کړی او مني چې هلته عام ولس په نښه شوی.

په تيرو څو ورځو کې ګډو ځواکونو د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي ، چارواکي او طالبان دواړه په سيمه کې د جګړې د پخلي تر څنګ ښکېلو اړخونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعاء کوي.

د يادوني ده چې تېره ورځ هم د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د بمبار له امله ۴ تنه ملکي وګړي مړه او ۲ نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x