نړۍ

ابوظبي: د اماراتیانو سره واده شویو ښځو ته تابعیت ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): د متحده عرب اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د نوي فرمان سره سم هغو ښځو ته به تابعیت ورکول کیږي چې د اماراتیانو سره یې ودونه کړي وي.

د نوموړي د نوي فرمان پر اساس د اماراتو پخوانی قانون چې د تابعیت او پاسپورټ په اړه وو، تعدیل شو.

د نوي قانون سره سم هره هغه ښځه چې د اماراتي سره یې واده کړی وی او د تابعیت اخیستلو غوښتنه وکړي، د غوښتنې ۷ کاله وروسته به تابعیت ورکول کیږي، که یې یو یا زیات اولادونه لرل او که یې اولادونه نه لرل نو دغه موده به لسو کلونو ته غځیږي.
د تابعیت تر لاسه کولو لپاره شرط دادی چی دغه ښځه به اوس هم د خپل مېړه سره د واده په حالت کې وي.

د نوي قانون سره سم د دولت رئیس کولای شي هر هغه چاته خپل د هیواد تابعیت ورکړي چې ددغه هیواد لپاره یې ځانګړي خدمتونه کړي وي.

باید وویل شي چې په متحده عرب امارات کې شاوخوا ۹.۵ ملیونه خلک اوسیږي چې د هغوی څخه یې ۸۶ سلنه بهرني اتباع دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x