له خپلې ښځې څخه ډېر وخت مسافر کېدل

مولوي عنایت الله علمي

حضرت عُمر رضی الله عنه له خپل عادت سره سم، یوه شپه د مدینې منورې په لارو او کوڅو کې په ګزمه یا پیره ګرځېده چې، له یوه کور څخه یې د یوې ښځې آواز واورېده چې، دغه بیتونه یې له ځان سره ویل چې، د بيتونو ژباړه په اختصار سره داسې ده:

-نن شپه ډیره اوږده شوه، ستوري یې تګ کوي او دا چې، له زما سره په بستر کې داسې څوک نشته چې، لوبې ورسره وکړم، پرېشانه کړې یې یم.

په والله! که له الله تعالى څخه د دغه کار د عواقبو وېره نه وای، اوس به د دغه کټ طرفونه ښورېدلای.

مګر زه له هغه څارونکي څخه وېرېږم چې، زمونږ پر ځانونو مقرر دی. زما له رب څخه وېره او حیاء ما له دغه کار څخه منع کوي، او د خپل خاوند عزت او إکرام د دې لپاره کوم چې، خپلې مرتبې او مقام ته ورسیږي.

یعنې: له خپل رب څخه وېره او حیاء او د خپل خاوند عزت او إکرام، کنه نو اوس به مې د کټ طرفونه ښورېدلای.

په سهار کې حضرت عُمر رضی الله عنه د دغه کور د خاوند په اړه پوښتنه وکړه چې، څوک او چیرې دی؟

ورته وویل شول چې، هغه فلانی دی او جهاد ته تللی دی، حضرت عُمر رضی الله عنه خپلې لور اُم المؤمنین حضرت حفصه رضی الله عنها ته ورغی او له هغې څخه یې پوښتنه وکړه چې، لورې! یوه ښځه څومره وخت بغیر له خپل خاوند څخه صبر کولای شي؟

لور یې وشرمېده او دده د پوښتنې ځواب یې ورنکړ؛ خو حضرت عمر رضی الله عنه بیا په تکرار سره ورته وویل او د دغې پوښتنې سبب یې هم ورته ووایه چې، زما پوښتنه د یوه شرعي غرض په سبب ده؛ نو لور یې وویل:

-ښځه یوه، دوه، درې میاشتې پوره صبر کولای شي؛ خو د څلورمې میاشتې په تېرېدو سره بې صبره کیږي.

بیا حضرت عُمر رضی الله عنه خپلو ټولو قومندانانو ته ولیکل چې، هیڅوک دې تر څلورو میاشتو زیات له خپل کور څخه نه غایبیږي.

ماخذ: خلفاء الراشدین رضی الله عنهم.

ګرانو وروڼو!

تاسې پوه شوۍ چې، د امیر المؤمنین رضی الله عنه دغه امر چې، تر څلورو میاشتو زیات به څوک له خپل کور، یا خپلې ښځې څخه نه مسافر کیږي! دا خبره یې هغو کسانو ته واستوله چې، د اسلامي دولت د سرحدونو د ساتلو لپاره، یا د جهاد في سبیل الله لپاره له خپلو کورونو څخه مسافر کېدل.

نو تاسې د هغو کسانو په اړه څه فکر کوۍ چې، الله تعالى په خپل کور کې پوره ډوډۍ او رزق ور رسولی دی؛ خو دوی بیا هم د ډیرو پیسو ګټلو او د دنیا د مینې لپاره، یا د ښه ژوند د برابرولو لپاره په کلونو کلونو له خپلو ښځو او کورونو څخه ورک وي، آیا دغه کسان تر الله تعالى او خپلې کورنۍ او خپلو اولادونو پورې مسئول نه دي؟

او که فرضاً د دغو کسانو په کورونو کې کوم ناوړه غیر شرعي کار پېښ شي، آیا له دوی څخه د الله تعالى په حضور کې د هغه کار د پېښېدلو پوښتنه نه کیږي؟

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د