نړۍ

د اخوان المسلمین یو جګپوړی غړی: د افکارو مخه په قتل او زندان نه نیول کیږي

 

ـــ هغه ګوندونه چې د فکر او عقیدې پر بنسټ ولاړ وي هیڅوک ئې له مینځه نه شي وړای
ـــ ولسمشریزو ټاکنو ته زمونږ کاندیدل پخپله یوه تیروتنه وه، مونږ باید انتظار ایستلی وای
ـــ مونږ د عبدالفتاح سیسي په اړه ډیر معلومات نه لرل، او هغه وکولای شول چې په خپلو ظاهري اعمالو سره مونږ وغولوي
ـــ سیسي به یوه ورځ د نورو دیکتارانو په برخلیک اخته او محاکمه کیږي

د اخوان المسلمین یو جګپوړی غړی (قطب العربي) وايي چې د فکر او عقیدې پر اساس جوړې شوې ډلې د زور له لارې نه شي ایل کیدلی.

ښاغلی العربي، چې دا مهال په قطر کې د پناه اخیستونکي په توګه اوسیږي، د CNN ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اخوان المسلمین د جرړو د ایستلو لکه څرنګه چې بعضي خلک غوښتنه کوي، امکان شته؟، وايي:

“د جرړو ایستل نا ممکن دي، پخواني ولسمشر جمال عبد الناصر او همدا راز ملک فاروق دواړو دغه تجربې وکړې او د اخوان المسلمین مشران ئې بندیان کړل، خو په دغه کار کې ناکام شول، جمال ناصر او ملک فاروق دواړه ولاړل او اخوان المسلمین پاتې شو، همدا راز انور السادات هم عین هڅه وکړه خو بریالیتوب ته ونه رسید، نوموړی له مینځه ولاړ خو اخوان المسلمین په خپل حال پاتې شو. هغه ګوندونه چې د فکر او عقیدې پر بنسټ ولاړ وي هیڅوک ئې له مینځه نه شي وړای، واکمنان به په خپله مخه ځي خو دغه ګوندونه به پاتې کیږي. د افکارو مخه په زندان، قتل او مرمۍ نه نیول کیږي، بلکې د افکارو مخنیوی په افکارو کیږي چې له دوی سره د فکر دغسې کمال نه شته”.

ښاغلي قطب العربي د مرسي بیرته واک ته د ورګرځیدلو په اړه وايي:

“دا یوازې د اخوانیانو غوښتنه نه ده، بلکې په مصر کې د هغو خلکو غوښتنه ده چې په ساعتونو-ساعتونو د خپل ولسمشر د انتخاب لپاره په کتارونو کې ولاړ و، هغوی خپل هغه انتخاب بیرته غواړي کوم چې سیسي او ملګرو ئې رانسکور کړ”.

نوموړی وايي چې د مرسي بیرته واک ته ورګرځیدل او د خپلې واکمنۍ د مودې بشپړول، یا په سمبولیکه بڼه واک ته ورګرځیدل ترڅو لومړي وزیر ته واک وسپاري او د نویو ټولټاکنو لپاره زمینه برابره کړي، دا هغه موضوعات دي چې مونږ پرې بحث او خبرواترو ته تیار یو. خو په وینا ئې د قانونیت له غوښتنې هیڅکله نه شو تیریدلی.

نوموړی ددې پوښتنې چې (ایا هغه کومې نیمګړتیاوې او تیروتنې وې چې اخوانیان ئې د خپلې واکمنۍ په موده کې مرتکب شول) په ځواب کې وايي:

“اوس ددې وخت نه دی چې د پخوانیو تیروتنو په اړه بحث وکړو، خو مونږ په دوامداره توګه په خپلو پالیسیو کې بیاکتنه کوو، مونږ انسانان یو او تیروتنې راڅخه کیږي، له بلې خوا له ۴۰ کالو وروسته دا زمونږ لپاره د سیاست په ډګر کې اولنۍ تجربه وه. اما زما خپل شخصي نظر چې د اخوان المسلمین نظر نه تمثیلوي، دا دی چې ولسمشریزو ټاکنو ته زمونږ کاندیدل پخپله یوه تیروتنه وه، حال دا چې مونږ پوهیدلو چې زمونږ پر وړاندې ستونزې او توطئې ډیرې زیاتې دي چې مونږ د فلسطین په پارلماني انتخاباتو کې د حماس له کامیابۍ وروسته تجربه هم درلوده، زما په فکر مونږ باید انتظار ایستلی وای”.

ښاغلی العربي زیاتوي چې زمونږ دوهمه تیروتنه په پوځ باندې له اندازې زیات باور او اعتماد و، مونږ باید د انقلابیانو د هغې غوښتنې ملاتړ کړی وای چې هغه مهال ئې په پوځ باندې له اعتماد سره مخالفت کاوه.

ښاغلي العربي د محاکمې په جریان کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي د موقف ستاینه کوي او وايي چې ګومارل شوي قاضیان خاص د همدې قضیې لپاره په ډیر دقت انتخاب شوي نو ځکه ترې د هر ډول حکم د صادریدلو توقع شته.

نوموړی وايي چې مرسي لا هم خپل ځان قانوني ولسمشر بولي، د قاضیانو په وړاندې د محکمې په عدم مشروعیت ټینګار کوي او وايي چې د سپین لباس په تن کول نه غواړي خو په زور پرې اغوستل کیږي.

ښاغلی العربي وايي:

“خو له دې سره- سره محکمې ته د مرسي له حاضرولو او هلته ئې له وینا څخه ډاریږي، کله د هوا د حالاتو او کله د نورو بې معنی اسبابو په پلمه محاکمه ځنډوي، دا ځکه چې د مرسي له یو لفظ څخه هم ویره لري چې هسې نه د عامو خلکو تر غوږو ورسیږي، همدا لامل دی چې په ژوندۍ بڼه د محاکمې د جریان د خپرولو ژمنه نه شي عملي کولی”.

ښاغلي العربي همدا راز د قطر د دریځ ستاینه کوي چې په نه بدلیدونکو اصولو ولاړ دی، او وايي چې فکر نه کوي د قطر په موقف کې به بدلون راشي. خو د سعودي حکومت په مصر کې د کودتا له مخکښو ملاتړو څخه بولي، او په وینا ئې د سعودي ولس د شاهي حکومت له پریکړو سره مخالف دی.

نوموړی وايي چې مونږ د عبدالفتاح سیسي په اړه ډیر معلومات نه لرل، او هغه وکولای شول چې په خپلو ظاهري اعمالو سره مونږ وغولوي.

“سیسي به همیشه د دوشنبې په ورځ ولسمشریزې ماڼۍ ته راتللو، ددې لپاره چې کله ورته خوراک او څښاک په مخ کې کیښودل شي، دی ئې له خوړلو او څښلو څخه ډډه وکړي او ووايي چې روژه ئې نیولې. سیسي به د خپلو کسانو له لارې د خپل دیانت او تقوی اوازې خپرولې چې میرمن او لور ئې په حجاب کې ګرځي او مونږ به پرې باور کاوه. یو سړی چې د ماسپښین په لمانځه کې، چې خفیه لمونځ دی، د خدای له ویرې ژاړي، نو څنګه پرې باور ونه کړو؟”.

ښاغلی العربي وايي:

“د سیاسي مشرتابه د خطا ایستلو لپاره دغه نمایش او ډرامې تر وروستیو شیبو پورې دوام وکړ، کله چې د پوځ لخوا لومړی اخطار ورکړل شو، د جمهوري ریاست ویاند (یاسر علي) له سیسي سره اړیکه ونیوله او د موضوع په اړه ئې ترې وپوښتل، سیسي په ځواب کې وویل چې په هغو آوازو باور مه کوئ چې هدف ئې د جمهوري ریاست او پوځ ترمینځ اختلافات زیږول وي. يوازینی کس چې سیسي ئې په حقیقي معنی پیژندلی وه حازم صلاح ابو اسمعیل وه”.

د اخوان المسلمین دغه لوړپوړی غړی وايي چې سیسي به یوه ورځ د نورو دیکتارانو په برخلیک اخته او محاکمه کیږي.

“د سیسي برخلیک لکه په نړۍ کې د نورو کودتاوو د مشرانو د برخلیک په څیر دی، مونږ د چیلي دیکتاتور (آګوستو پینوشه)، د پاکستان پخوانی ولسمشر (پرویز مشرف)، او د مالي د کودتا رهبر (جنرال امادو سانوغو) ولیدل چې انجام ئې څه شو، د ماضي او حال تجربې مونږ ته د سیسي د محاکمې ډاډ راکوي، خو فقط وخت ته به انتظار باسو”.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x