افغانستان

د ولسي جرګې بله رسوايي: د جرګې مشر بايد ۵۵ لکه ناقانونه اخيستل شوې افغانۍ بېرته وسپاري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې د وکيلانو تر منځ له دوو مياشتو شخړو او ناندريو وروسته د حقيقت موندنې کميسيون په خپله نننۍ پرېکړه کې د جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي په ناقانونه کړنو او له پنځو ميليونه د زیاتو افغانانو په وهلو تورن کړ او پرېکړه يې وکړه، چې ښاغلی ابراهيمي بايد پنځه پنځوس لکه هغه افغانۍ بېرته ولسي جرګې ته وسپاري، نوموړي په ناقانونه توګه په خپل شخصي لګښت لګولي دي.

عبدالروف ابراهيمي د حقیقت موندنې د کميسيون په ځواب کې وويل، سره له دې، چې پيسې يې د امنيتي ګواښونو په له منځه وړلو په سيمټي ديوالونو لګولي، چې د کميسيون له امر سره به يې بېرته وسپاري.

د حقیقت موندنې کميسيون د جرګې له مشر څخه وغوښتل، چې په راتلونکي وخت کې د خپلو فعاليتونو په اړه جدي او محتاط و اوسي او بايد هېڅ ډول ناقانونه کړنه ونه کړي.

دغه کميسيون د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون هم د ولسي جرګې د ټلويزون نشراتي ادارې ته په ناقانونه توګه د ورتلو له امله د راتلونکو لسو ورځو لپاره د جرګې په غونډو کې له ګډونه منعه کړی.

همدارنګه د ولسي جرګې بل غړی حميدزی لالی هم د ولسي جرګې د ټلويزيون ادارې ته په ناقانونه توګه د ننوتلو او د جرګې پر بل غړي ګل پاچا مجيدي د فزيکي بريد له امله تر راتلونکو لسو ورځو د جرګې له ناستو محروم شو.

د ولسي جرګې بل غړی عبيدالله بارکزی هم د جرګې پر لومړي مرستیال همايون همایون د فزيکي بريد له امله تر پنځلسو ورځو د جرګې له ناستو محروم شو.

د روان لړم مياشتې په درېيمه نېټه د ولسي جرګې غونډه هغه مهال د ګډوډۍ ښکار شو د ولسي جرګې غړي ګل باچا مجيدي پر نورو غړو تور پورې کړ، چې همايون همايون او لالی حميدزی له خپلو وسله‌والو ساتونکو سره د ولسي جرګې د ټلويزون ادارې ته ننوتل او د جرګې محرم اسناد يې کتلي دي.

 د حقيقت موندنې کميسيون د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر خدای نظر نصرت دنده هم د مالي فساد په تور ځنډولې او څارنوالۍ ته يې معرفي کړی دی.

د ولسي جرګې وکيلان له پخوا په مالي او سياسي فساد تورن دي او ډيری افغانان فکر کوي، چې د جرګې وکيلان يوازې د خپلو کمېشنونو او فساد لپاره ملي شورا ته تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x