نړۍ

ریاض: د لبنان لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): نن د شنبې په ورځ د لبنان لومړي وزیر په یو ناڅاپي ډول له خپل حکومت څخه استعفا ورکړه.

نوموړي د سعودي پلازمیني ریاض څخه په یوه تلویزوني پيغام کې خپله استعفا اعلان کړه کومه چې پر «العربیه» تلویزون خپره شوه.

د لبنان لومړی وزیر سعد الحریري د پخواني لومړي وزیر «رفیق الحریري» زوی دی او د سعودي د حکومت له لوري يې ملاتړ کیږي.

رفیق الحریري د لبنان په پلازمینې بیروت کې په یوه چاودنه کې وژل شول شوی وو.

سعد الحریري په خپله وینا کې پر ایران او شیعه ډلې «حزب الله» سختې نیوکې وکړې او وې ویل چې په هیواد کې يې اوسنی وضعیت هغه ته ورته دی په کوم کې چې دده پلار ووژل شو.

نوموړي وویل چې شیعه ډله حزب الله په دولت کې دننه ځانته یو بل دولت جوړ کړی، ایران یې ملاتړ کوي، او زیاته یې کړه چې په سیمه کې به د ایران لاسونه پرې کړل شي.

سعد الحریري ټینګار وکړ چې هر چیرته ایران مداخلت کړی هلته فتنې او تخریب را منځته شوي، په نورو هیوادونو کې د حزب الله ډلې مداخلت لبنان ته د خپل محیط سره ستونزې ایجادي کړي دي.

لومړي وزیر په خپله وینا کې همداراز وویل: حزب الله ډله په خپلې وسلې لبنانیان په نښه کوي، زمونږ وروڼه سوریایان او یمنیان په نښه کوي، اوسنی وضعیت نور د تحمل نه دی.

نوموړي وویل: زه وویریدلم چې زه به هم د خپل پلار په څېر ووژلی شم.

او زیاته یې کړه: مونږ به کله هم ونه منو چې د لبنان څخه د سیمې امنیت ته ګواښ را منځته شي.

باید وویل شي چې حزب الله ډله په لبنان کې وسلواله ځواکمنه ډله ده چې د ایران څخه یې ملاتړ کیږي او په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ د وسلوالو مخالفینو پر ضد یې په جګړه کې پراخه ونډه اخیستې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x