افغانستان

سرپل: شاوخوا دېرشو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالي کې تېره ورځ د طالبانو او  ا فغان امنیتي ځواکونو ترمنځ ټوله ورځ جګړه روانه وه، په سیمه کې  عیني شاهدان وايي چې د صیاد په مربوطاتو کې ټوله ورځ سخته جګړه روانه وه، طالبان وايي چې په یاده جګړه کې يې درویشت تنه پولیس او اربکیان وژلي او شپږ نور يې ټپیان کړي دي. دوی وايي چې درې رنجر موټرې يې په بشپړه توګه تخریب کړې دي. طالبان په یاده جګړه کې د خپلو اوو تنو ملګرو د ټپي کېدو او پنځو نورو د له منځه تلو خبره کوي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو جګړيز هدف د کابل ښار ګرځېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x