افغانستان

د جنرال دوستم ساتونکي په بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم ۷ تنه امنیتي ساتونکي هر یو پنځه کاله په غایبانه ډول په بند محکوم شول.

پر جنرال دوستم او ساتونکو یې تور دی چې پر اوزبک قومي مشر احمد ایشچي يې جنسي تیری کړی او هغه یې په غیر قانوني توګه بندي کړی او شکنجه کړی دی.

د یوه تلویزون د راپور سره سم سرچینو ورته ویلي چې د جنرال دوستم پر ساتونکو ابتدائي محکمه درې ورځې وړاندي په داسي حال کې وشوه چې هغوی محکمې ته نه وه حاضر شوي.

تر اوسه د محکمې په اړه په رسمي ډول دولتي چارواکو څه نه دي ویلي، خو ایشچي چې د جنرال دوستم او ساتونکو پر ضد یې د قانوني کړنو څخه ناخوښه دی، ویلي دي چې قضیه یې د محکمې او حکومت له لوري په سمه توګه نه ده تعقیب شوې.

نوموړي یوه تلویزون ته وویل: « اصل مجرم دوستم دی، هغه باید قانوني سزا وویني».

جنرال دوستم چې له لومرۍ ورځې راهیسي يې پر نوموړي د جنسي تیري څخه انکار کړی دی، د روان میلادي کال په مئي میاشت کې ترکیې ته ولاړی او د هغه راهیسي هیواد ته په را ګرځېدو نه دی توانیدلی.

نوموړی پر اشرف غني او ګډحکومت پر مشرانو تور پوري کوی چې دده پر ضد یې سیاسي قضیه جوړه کړې او غواړي چې په دغه توګه یې د افغانستان له سیاسته بیرون وشړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

This is a clear indication that there is no government in Afghanistan

الحاج استاذ بیانزی

yes , we agree with you, not only there is no Govt but there is an occupational administration for corruption, and killing innocent people

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x