کافرته سلام اچول یایې جواب ورکول

پوښتنه :که کوم کافرمسلمان ته سلام واچوي(ووایي)،ایامسلمان به یې جواب ورکوي؟

ایامسلمان کافرته سلام اچولی شي؟

الجواب حامداومصلیا :کافرته تعظیما(اعزازاً)سلام کول کفرده،که یې تعظیم مقصدنه وي،یوازي دعادي تحفې په شکل وي نوناجائزده اوکه دیواړتیالپاره وي بیاجائزده،هو!خو السلام علی من اتبع الهدی به وايي.

کافرته دسلام جواب ورکول جائزده مګرپه جواب کي یوازي وعلیک وايي.

والله سبحانه تعالی أعلم

قال العلامة الحصکفي رحمه الله:ویسلم المسلم علی اهل الذمة لوله حاجة وإلاکره هوالصحیح……ولوسلم یهودی اونصرانی اومجوسی علی مسلم فلابأس بالرد ولکن لایزیدعلی وعلیک،ولوسلم علی الذمی تبجیلا یکفر.

قال إبن عابدين رحمه الله:

(قوله ویسلم المسلم علی اهل الذمة)…….لکن فی الشرعة إذاسلم علی اهل الذمة فلیقل السلام علی من اتبع الهدی وکذلک یکتب فی الکتب إلیهم. (رد المحتار:6412)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.