ټکنالوژي

څرنګه پوهیږې چې په واټس اپ کې یو چا بلاک کړی یاست؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): واټس اپ په دې وروستیو کې د اړیکو نیولو لپاره تر ټولو مهمه وسیله ګرځېدلې ځکه چې د نړۍ په سطحه یې تر یوه ملیارد زیات کسان کاروي.

څه وخت تر مخه یو چا پوښتنه وکړه، زه دوه تلیفونونه او نمبرونه لرم، د یوه نمبر څخه خپل یوه ملګري ته په واټس اپ مسیجونه استولای شم، خو په بل نمبر همدې ملګري ته نه.. دا څه چل دی؟

تر لنډ وخت کتلو وروسته معلومه شوه چې د مقابل اړخ څخه په غلطۍ دده یوه یو نمبر بلاک شوی وو.

عموما په واټس اپ کې د «بلاک» اپشن ډیر ګټور هم دی، کله چې یو څوک تکلیف درکوي او پر خبره نا خبره درته تلیفون کوي، نو بلاک یې تر ټولو اسانه لاره ده.

خو ایا پوهیږئ، که ستاسو نمبر یو چا بلاک کړ، څرنګه به یې معلوموئ؟

څلور طریقي دي:

۱- که تاسو یو چا ته مسیجونه استوی، هغه ته نه رسیږي او د یوه ټیک مارک علامې وروسته دوهمه (√√) نه راځي، خو په بل نمبر او یا هم د بل ملګري د تلیفون څخه مسیجونه ورځي، نو پوهه شئ چې تاسو یې بلاک کړي یاست. (قصدي یا غلطي).

۲- په واټس اپ کې د ملګري د وروستي فعالیت تاریخ تاسو ته ښکاري، خو که چیري دا تاریخ له ډیره وخته نه بدلیږي او تاسو پوهیږئ چې هغه پر واټس اپ پر لیکه کیږي، نو پوهه شئ چې تاسو یې بلاک کړي یاست.

۳- که چیري ستا د ملګري د پيژندپاڼي انځور له ډېره وخته نه بدلیږي، دا هم د بلاک دلیل بلل کیدای شي، په ځانګړي توګه که چیري تاسو د بل نمبر څخه د هغه نمبر وګورئ او انځور یې بدل وو، خو ستاسو سره نه وو بدل، نو پوهه شه چې بلاک شوی یاست.

۵- یوه بله طریقه هم ده، د خپل ملګري نمبر حذف کړئ، بیا یې له سره ثبت کړئ، که چیري د واټس اپ په لیسټ کې د هغه نوم را څرګند نه شو، نو له شکه پرته چی بلاک یاست.

یادونه: ځیني داسي هیوادونه هم شته چې له سره یې واټس اپ بلاک کړی، ویل کیږي چې په افغانستان کې به هم واټس اپ او ټیلیګرام د «امنیتي ګواښ» له وجې بلاک شي، ستاسو په نظر د اړیکو نیولو لپاره به د واټس اپ او ټیلیګرام ښه بدیل څه وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x