fbpx

اول صف ته ځان رسول

دکتور کفایت الله وردګ

دا کوښښ کول چې انسان باید د جمع اول صف ته ورسیږي هم سنت دی ملائک د هغه کسانو لپاره دعا ګانې غواړی چې هغوی په اول صف کې وي د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

لَوْ يَعْلَمُ النَّاسُ مَا فِي النِّدَاءِ وَالصَّفِّ الأَوَّلِ، ثُمَّ لَمْ يَجِدُوا إِلاَّ أَنْ يَسْتَهِمُوا عَلَيْهِ لاَسْتَهَمُوا . رواه مسلم

ترجمه : که چېرته خلک په هغه ثواب خبر وای چې په اذان کولو کې او په اول صف کې په مونځ کولو کې دی (نو هر یو به کوښښ کړی وو چې دا کار وکوي) نو که بیا دوی ددې کار لپاره (چې باید څوک یې وکوي) څه د فیصلې لاره نشوای پیدا کولی مګر دا چې پچه سره واچوي نو پچه به یې سره اچولې وه .

په اوس وخت کې سره ددې چې کم داسې خلک به وي چې د اول صف له فضیلت څخه نا خبر وي لکن بیا هم خلک په اول صف کې دومره کوښښ نه کوي لکه څومره چې په کار دی او که مونږ خپلو جوماتونو ته وګورو هغه کسان چې په اول صف کې نه دریږي په مختلف ډوله خلک وي د مثال په ډول :

ځینې داسې خلک وي چې له کور یا دکان یا دفتر یا کار ځای څخه د جومات په لور د حرکت کولو اراده وکوي نو شیطان ورته وایی کینه لا وخت شته ، لا خو پنځه دقیقې پاتې دي ، او کله خو بیا داسې شي چې وخت بالکل پوره شي نو شیطان بیا ورته وایي یره اوس خو که روان هم شې جمع ته نشي رسېدلی بس نو همدلته مونځ وکوه صبا به بیا لږ وختي جومات ته روان شې بس دا یوه ورځ ده … نو بس بالکل یې له جومات څخه پاتې کړي او کله داسې شي چې په ساعت کې د مانځه وخت بالکل پوره شي نو بیا جومات ته روان شي نو چې جومات ته ورشي جمع درېدلې وي ، کله امام قرائت هم شروع کړی وي ، کله ورڅخه یو رکعت یا دوه رکعته هم تېر شوي وي نو تردې په زرهاوو ځله دا ښه وه چې تر معین وخت پنځه دقیقې مخکې راغلی وای په جومات کې به یې اول صف ته هم ځان رسولی وو او دوه رکعته مونځ به یې هم تر جمع مخکې کړی وو (که د نفلو وخت وای) .

ځینې بیا داسې خلک وي چې جومات ته وختي راځي لکن بیا هم له اول صف څخه وروسته کیني دا هم ډېر کم بخت خلک دي په لوی لاس هغه فضیلت له لاسه ورکوي کوم چې په اول صف کې دی یو وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام ولیدل چې له اول صف څخه شا ته ناست وو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : را وړاندې شئ په ما پسې اقتداء وکوئ هغه کسان چې لتاسې څخه وروسته راځي هغه به وروسته ودریږي یوه ډله خلک همېشه وروسته کیږي تردې چې الله تعالی هغوی وروسته کړي . صحیح مسلم

په اول صف کې مونځ کول له یوې خوا د غوره ثواب د حاصلولو غوره لاره ده او غوره سنت عمل دی له بله پلوه علماوو د هغه کسانو لپاره څه فایدې هم را ټولې کړې دي چې څوک جومات ته وختي ځي او هلته اول صف ته هم ځان رسوی او د مانځه انتظار هم کوي د مثال په ډول :

۱. الله تعالی امر کړی دی چې د خیر په کارونو کې له یو بل څخه وړاندې شئ نو هغه کسان چې په اول صف کې مونځ وکوي هغوی په حقیقت کې دا مقابله له هغه کسانو څخه و ګټله چې په وروسته صفونو کې مونځ کوي .

۲. هغه کسان چې په اول صف کې مونځ کوي (په هغه جوماتونو کې چې هلته ډېر صفونه جوړیږي) اکثر هغوی تر نورو څخه وختي جومات ته ځي پدې توګه هلته د مانځه انتظار هم دومره ثواب لري لکه روان مونځ چې کوي نو دا برکت یې هم په برخه شي .

۳. هرڅوک پوهیږي چې نفل کول غوره عمل دی لکن عملي وخت ورته نه لرو چې ویې کوو هغه کسان چې اول صف ته ځان رسوي او تر نورو څخه وړاندې جومات ته لاړ شي له هغوی سره ښه موقع وي چې نفل وکوي او نفل د هغه نقصانانو پورته کوونکی دي چې په فرضي مانځه کې له مونځ څخه کیږي .
۴. د اول صف لپاره لکه مخکې چې تېر شول ملائک دعاء غواړي په هغه دعاء کې برخه حاصلول .

۵. په اول صف کې د مانځه توجه تر نورو صفونو څخه ښه برابریږي .

۶. څوک چې وختي جومات ته لاړ شي او بیا په جومات کې د مانځه انتظار کوی ترڅو چې پدې انتظار کې وي ملائک ورباندې درود وايي او دعا ګانې ورته کوي .

۷. د مانځه انتظار ګناهونه ختموي رسول الله صلی الله عیله وسلم صحابه ته وفرمایل آیا تاسې ته وښیم چې ګناهونه په څه سره ختمیږي؟ صحابه کرام ورته وویل هو یا رسول الله صلی الله علیه وسلم نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته څه کارونه یاد کړل چې یو یې له یوه مانځه نه وروسته بل مانځه ته انتظار کول وو .

او داسې نورې ډېرې فایدې لري او غوره سنت دی .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د