افغانستان

سرپل: د ولايتي شورا کانديد طالبانو ژوندی نيولی

نن ټکی اسيا: بېګا شپه د هېواد په شمالي ولایت سرپل کې ولایتي شورا ته کاندید حسین نظري نامالومو وسلوالو ژوندی ونیولو او له ځان سره یې بوتللو.

طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، دغه کاندید  دوی ملګرو سرپل ولايت مرکز ته څېرمه  سره له لسو ملګرو سره نيولی دی.

مجاهد زياتوي چې، د حسين نظري په نوم د ولايتي شورا دغه کانديد پرون ماښام د دوی ملګرو په داسې حال کې نيولی چې د خپلو لسو پلويانو سره يې يو ځای په دغه سيمه کې خپلې لوحې او پوسټرونه لګول.

مجاهد د خپلو وسلوالو ملګرو له قوله وايي چې، دغه کانديد يې خوندي ځای ته له ځانه سره وړی دی.

د سرپل ولایت والي عبدالجبار حقبین د پېښې تایید کړی او ویلي يې دي چې امنیتي ځواکونه د حسین نظري لټون کوي. ده زیاته کړې چې د دغه ولایت مشران او دسپين ګیري هم د نظري  پیدا کولو  پسې هلې ځلې کوي.

حقبین زیاته کړې چې حسین نظري د بلخاب ولسوالۍ څخه ولایتي شورا ته کاندید و.

حسین نظري په داسې خال کې د طالبان لخوا ژوندی نیول کیږی  چې امنیتي مسوولين د ټاکنو په اړه د پوره امنیت او ډاډ راپورونه ورکوي.

راتلونکې شنبې په ورځ ولایتي او ولسمشريزې ټاکنې ترسره کیږي. د ټاکنو په موخه د یوې اونۍ لپاره مکتبونه هم رخصت شوي.

نامالومو وسلوالو ولایتي شورا ته کاندید تښتولی

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x