که په دوبۍ کې یاست، له دې وروسته داسي ونه کړئ! / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): هغه خلک چې په دوبۍ کې اوسیږي او یا هم پلان لري چې دوبۍ ته په سیاحت او یا کاروبار لپاره ولاړ سي، پام دي کوي چې د سګریټ څیښلو وروسته پاته برخه پر عامو لارو ونه غورځوي.

د دوبۍ د ښاروالۍ له لوري په یوه خبرتیا کې ویل شوي چې له دې وروسته به هغه خلک جرمانه کیږي چې د سګریټ پاته برخه په لاپرواهی غورځوي.

که سګریټ څیښونکي د سګریټ پاتې برخه په ځانګړي کچره دانۍ یا سګریټ دانۍ کې ونه غورځوي، نو ۵۰۰ درهمه به جرمانه کیږي.

بايد وویل شي چې د دوبۍ حکومت هر کال تر ملیارد زیات درهمه د «جرمانو» په صورت کې عایدات تر لاسه کوي.