هدیره

عبدالباري جهاني

له کور کلي څخه لیري
یوه قبر ته ولاړه

د چینار په شان یې ونه
تر بلوړو سپینه غاړه

سره منګول یې پورته کړي
شنه اسمان ته په دعا

له خالقه څخه غواړي
قاتلانو ته سزا

نه مورکۍ ورته ژوندۍ ده
چي یې وکړي دلاسا

نه یې پلار پر مځکه ګرځي
نه څپلۍ نه یې امسا

قوماندان یې دی ویشتلی
د زړه سر مېړه زلمی

نن سبا یې په زور بیا يي
څوک یې نه اوري وی وی

خدایه څو به لا قیامت وي
پر دې ښار او پر دې کلي

لا به څونه ځي لحد ته
تور برېتونه نازولي

لا تر څو به ستا په کور کي
ستا انسان په ګولۍ ولي

لا به سره تېغونه ګرځي
د قابیل ډلي ناولي

پر جونګړو به مو اوري
بارانونه د مرمیو

بنګلو ته به ورسیخ وي
نعمتونه د پردیو

لمر مو پټ دی ورځي توري
د باروتو له اورونو

اوس بلا کلونه تېر سول
حساب نسته د قبرونو

د سزا ورځ دي منمه
ستا وعدې به ریشتیا کېږي

خو پېړۍ به وي اوښتي
چي حقدار ته حق رسېږي

صدقه دي عدالت سم
د جزا ورځي ته ژاړو

بېصبري مو را معاف کړه
که یې ژر درڅخه غواړو

نور د صبر په کاسه کي
څاڅکی نه سي ځايېدلای

لوی واټن دی تر قیامته
بنده نه سي ټینګېدلای.

۲۰۱۷ اکټوبر ۲۷ ویرجینیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د