دیني، سیرت او تاریخ

ولې تقلید ته اړ کیږو؟

مولوي خیرالله

په قران کریم کې الله تعالی شرعي احکام په دوه ډول ذکر کړي دي. یو هغه چې معنی یې ښکاره وي او هر څوک یې په اسانه په مطلب او مفهوم پوهیږي. لکه الله تعالی فرمایي( ولایغتب بعضکم بعضا) ژباړه: ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه کوي.

دوهم قسم هغه احکام دي چې معنی یې داسې واضحه او ښکاره نه وي چې هر څوک ترې مطلب وفهمولی شي. لکه الله تعالی ( ثلثة قروء) ذکر کړي دي. قروء یو داسې لفظ دی چې د حیض او طهر په دواړو معناګانو راځي. اوس دا د هر عام کس له وسه پورته خبره ده چې اصلي معنی یې پیدا کړي او یوازې مجتهدین او لوی علماء کرام یې اصلي مفهوم درک کولای شي.

همدا راز د نبي کریم صلی الله علیه وسلم احادیث هم دي کله یې معنی پوره واضحه وي لکه: لا فضل لعربی علی عجمی . . . الحدیث. یعني عرب په عجم افضل نه دی. او کله بیا د احادیثو په مابین کې تعارض وي لکه: لا صلاة لمن لم یقرأ بفاتحة الکتاب( رواه البخاري) یعني د هغه چا لمونځ صحیح نه دی چې سورة الفاتحه ونه وایي. دا حدیث له دې نبوي حدیث سره په تعارض کې دی چې: من کان له امام فقراءة الامام له قراءة. یعني څوک چې په امام پسې لمونځ کوي نو د امام قرائت دده لپاره کفایت کوي.

اوس ددې دوهم قسم مشکلو مسائلو د حل لپاره دوه لارې دي. یوه دا چې هر څوک په خپل فکر سره یوه معنی غوره کړي او دوهم دا چې د دې مشکلو مسائلو په حل کې د یوه مجتهد رأیه او فکر غوره کړې. نو که منصفانه فیصله وکړو باید د یوه امام تقلید وکړو، ځکه د څلورو مذاهبو امامان زموږ په نسبت هم په ذهن کې تیز وو او هم د قران کریم د نزول زمانې ته ورنږدې وو او د قران کریم په معنی او مطلب زموږ په نسبت ښه پوهیدل.

همدې ته تقلید وایي چې د قران کریم او احادیثو په هغه معنی ګانو اعتقاد او عمل وکړو چې سلفو صالحینو معلومې کړي دي او د مختلف فیها مسائلو حل یې را ایستلی دی. شیخ عبدالغني نابلسي رحمه الله وایي: کوم دیني امور چې متفق علیه دي او معنی یې ښکاره معلومیږي په هغو مسائلو کې د تقلید احتیاج نشته. لکه د لمانځه ، روژې، زکات او حج فرضیت او د زنا، لواطت، شراب څښلو، قتل او غلا حرمت. او کوم چې مختلف فیها امور دي په هغو کې خلک مجبور دي چې تقلید وکړي. ځکه د اجتهاد مرتبې ته د ټولو انسانانو رسیدل ناممکن کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Haji Ahmad . Ahmady

من کان له امام فقراءة الامام له قراءة. sorry in wich HADIS Books Is This HADIS?

خیرالله

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اخي وعزيزي ابن تيمية المحترم:
فقدورد للحديث الصحيح عدة اسانيد منها ما جاء في سنن ابن ماجة.. وادعك مع الحديث, وان كان بلفظ مختلف.
حدثنا:علي بن محمد,ثناعبيدالل� � بن موسى,عن الحسن بن صالح,عن جابر,عن ابي الزبير,عن جابرقال :
قال رسول الله صلى الله عية وسلم:
(( من كان لة امام,فان قراءة الامام لة قراءة )) . وصححة الالباني في صحيح الجامع.(حم.جة ).
سنن ابن ماجة
رقم الحديث:850
المجلد : الاول463
والله اعلم.

الحاج استاذ بیانزی

مولوی صاحب خیرالله السلام علیکم ! دا ناسمه خبره ده چه څوک وایی زه مقلد نه یم او یا د تقلید پلوی نه یم، له ادیانو بهر یعنی ساینس او تکنالوژی کی هم انسانان یو له بله تقلید کوی دا تقلید هم د حاضر وخت یعنی ژوندو تر منځ او هم د ماضی زمانی د علماوو له نظریاتو ، کړنو او تجربو استفاده کوی ځینی یی سمی وی لا یی پسی سمی او تکمیلوی او ځینی چه یی نیمه سمی وی په هغو هم کار کوی که سمی یی کړی او که ځینی پوره ناسمی نظری یا تجربی هم وی… نور لوستل »

خیرالله

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته !
محترم الحاج استاد بیانزی صاحب نړۍ مننه کوم .
تاسو یوه ښه ټکي ته اشاره کړې ده ، ستا ددې خبرې ځواب چي چي (هغه مسلی چه د برق او کمپوتری دوری په وخت کی رامنځته کیږی نو هغه څلور مذاهب به یی په اړه څرنګه فتوی ورکړی چه دهغوی وخت کی نه وو )
به اوس زه صرف دومره درته ووایم چې داجتهاد دروازه هم په مطلق ډول نده بنده .
نور نو دراتلونکې لیکني په انتظار واوسه انشاءالله چي ستاسو ځواب زموږ ددار الافتاء لخوا که ژوند وو وشي .
مننیات .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x