
ډايکنډي : طالبانو د بې ګناه سړي قاتل قصاص کړی
نن ټکی اسيا (شنبه ، ۱۳ لړم ، ۱۳۹۶): طالبانو د ډايکنډي ولايت اوسېدونکی عزيز الله چې د بې ګناه سړي د وژلو په تور يې نيولی وو قصاص کړی.
د ډايکنډي د ګيزاب پر اوسېدونکي عزيزالله باندي تور وو چې د هلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی (عزت د اغاجان زوی) يې په ناحقه وژلی.
نن سهار مهال ۸ بجې د ګیزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې د يوې لويي غونډي په جريان کې د وژل شوي شخص وارثانو قاتل قصاص کړ.
طالبانو د پيښي پخلی کړی او وايي عزيز الله يې د خپل استخباراتي ارګان په مرسته نيولی وو ، بیا يې د نوموړي دوسیه شرعي محکمې ته سپارلې وه او محکمې پر نوموړي د قصاص حکم ورکړی و.
کله ای کچل ته بخوری اشررف غنی که بجز چارچوبهای افسادی و افغان کشی کاری دیگر نداری.
طرز حکومت را از طالب یاد بگیر!