ټولنیزه برخه

د وروڼو اداب

 ۱ : ته باید دخپلو وروڼو ادب احترام او دهغوی سره ښه معامله وکړی، ځکه دوی وتاته ستا  تر موراوپلار  وروسته نیژدی خلګ دی، ستاپه ګټه او وړاندی والی خوښ دی ، خصوصا مشر ورور دی دپلار په مرتبه کی شمار کړه، دهغه سره ښه معامله او احسان کوه او دهغه پرګټورو هدایاتو عمل کوه.

       ۲: پر کشرانو ورڼو  مهربانی او دهغوی سره نرمی کوه ،  هغوی مه زهیره وه ، ځان ددوی دپاره دبی حیا  طماع   مثال مه جوړوه،   ودوی ته ښکنځل مه کوه ،  ددوی دلاسه  یو شئ مه کاږه  ځکه په دې سره ددوی طبعیت خرابیږی ، مور او پلار دی هم درباندی په قهر کیږی .

       ۳: که دې دوروڼو څخه یو نامناسبه عمل ولیدی نو په نرمی او ښی طریقی هغوی دهغه نامناسبه عمل څخه را ګرځوه،   دهغه نامناسبه  کار ضررونه اومفاسد ورته په ګوته کړه  او دخیرلاره ورته و ښیه .

       ۴: د خپلو وروڼو بدی مه بیانوه ترڅو په دې بدعادت اخته نه سی ، بلکه په کار داده چی دهغوی هغه ښیګڼی بیان کړی کومی چی وتاته درمعلومی دی .

      ۵: په هره ناخواله  او بده پیښه کی ځان دوروڼو لپاره یوټینګ غر او کومکی جوړ کړه ،او دهغوی دکومک دغوښتنی انتظار مه کوه ،څومره دی چی په وسعه وی هغومره ورسره کومک کوه ،ددوی لپاره همیشه دخیر په کارونو کی منډی وهه او ودوی ته داسی لاری چاری ښه یه چی ددوی خیر او ګټه پکښی وی.

       ۶: دخپلو ورڼو رازونه ساته ،پام چی دهغوی پټ رازونه افشا نکړی ، ودوی ته همیشه داسی خبری کوه او داسی معلومات ورته راوړه چی دوی ورباندی خوشحالیږی ، داسی څه مه ورته وایه او مه داسی معلومات ورته راوړه چی طبیعیت یی ورباندی خرابیږی ، په خپلو ښو خویونو او اخلاقو سره دهغوی عیوب ورپټ کړه ، همیشه دخپلو وروڼوسره په ورین تندی او پراخه سینه مخامخ کیږه.

      ۷: ځان دهغو بد بختو په څیر مه جوړوه چی دپلار  تروفا ت سمدستی وروسته دوروڼو او کورنیو سره په جنجالونو او شخړو کی ځان ددې لپاره اچوی چی دوفات سوی پلارپاتی شونی او مالونه  ترلاسه کړی  ،خپل مالونه او ګران وختونه یو پربل باندی په تهمت لګولو او عناد کی مصرف کړی،خپله  هم ځان په بدبختیو ککړکړی ، دخپل پلار نو م هم ورسپک کړی،  دخپلی کورنی شرافت هم له مینځه یوسی ، حالات یی ګډو‌ډ او خراب سی او داقرباوو سره یی رابطی وشکیږی ،

     نه بلکه همیشه  د خپل ورڼو سراتحاد او اتفاق کوه، شخړی او جنجالوه مه ورسره کوه چی دکورنی شرافت او عزت مو پرځای پاته سی او  ژوند مو په  امن او اطمنان سره تیر سی .

لیکوال : علی فکری
ژباړن : نور الباقی غفر له الباری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x