
ستړی ژوندون
مفتون احمدزی
د فرقت ستړي ژوندون کښې هجرانونه څيرومه
د وصال رباط امېد کښې منزلونه څيرومه
مسافر دهغې لار يم چه ځوځان دي پري کرلي
د منزل هدف په تمه قدمونه څيرومه
ستړې ساه په منډه درومي په کوګل کښې ښکته پورته
لا ذبيح زړه سېراب نه دی زمزمونه څيرومه
د الفت په سر درو کښې زه راهي د انتظار يم
د يعقوب سومه همګامه کنعانونه څيرومه
بې اثره توند بهير سو د ناخوالومې درشل کښې
ممثل زه د ايوب سوم او صبرونه څيرومه
لر زاغان بر ټپوسان په ګلبڼ توى سول بى جهته
پښتني ګل غوټۍ وسوې سره ګلونه څيرومه
د يزيد په کاروان راغلې د زياد ناړامه زويه
کربلا سوه بيا رنګينه تنکي زړونه څيرومه
د بغداد په سينه مېشت سول تاتاريان د وخت بيا ځلې
ما مې سرپه توره کښېښود او ډالونه څيرومه
زما به څه وکړې هجرانه که مې لوټ د ديدن شپه کړې
زه پيرو د حنظله يم وصالونه څيرومه
سر کشي له دور د څرخ مې , د زور زر صاحب حيران کړ
ما جامو کښې ګور قبول کړ کفنونه څيرومه
د هدف په طرف درومم بې حسابه بې کتابه
حشر نشر نه ګوښه ځم صراطونه څيرومه
ګونګوسې دې د الفت سوې په عالم خپرې “مفتونه””
سر مې بيه کړ وصال کښې فرقتونه څیرومه