نړۍ

سعودي په لسګونو امیران، وزیران او تجاران د فساد په تور نیولي

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د سعودي پاچا تېره شپه د یوه فرمان په صادرولو سره خپل زوی ولیعهد محمد بن سلمان د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د یوه کمیسون مشر وټاکه او سمدستي په ټول هیواد کې د شاهي کورنۍ په لسګونو امیران، اوسني او پخواني وزیران او تجاران ونیول شول.

سعودي ته نیژدې د العربیه تلویزون د یوه خبر په ترڅ کې وویل چې په عمومي ډول تر اوسه ۱۰ امیران، په لسګونو پخواني او اوسني وزیران، جګپوړي چارواکي او تاجران نیول شوي دي.

که څه هم سعودي رسنیو د نیول شويو کسانو نومه په «ابجدي تورو» یاد کړي، خو نورو رسنیو یې نومونه اخیستی دي چې په سر کې يې د پخواني پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز زوی او د شاهي ګارډ وزیر متعب بن عبدالله، د شاهي کورنی غړی او مشهور ملیاردر ولید بن طلال بن عبدالعزیز، د ریاض ولایت پخواني والي ترکي بن عبدالله بن عبدالعزیز، د ایم بي سي تلویزون مشر وليد الابراهیم، د اسلامي بانک مشر صالح کامل او دوه زامن یې، تورن جنرال (لواء) ترکي بن عبدالله، د شاهي ماڼۍ پخوانی رئیس دفتر خالد التویجري، د اقتصاد او پلان وزیر عادل فقیه، د مالیې وزیر ابراهیم العساف، د شاهي کورنی غړی ترکي بن ناصر بن عبدالعزی، د سعودي الوتنې شرکت پخوانی مشر خالد الملحم، د سعودي اتصالاتو شرکت مشر سعود الدویش او په لسګونو نور جګپوړي پخواني او اوسني چارواکي د فساد په مختلفو تورونو نیول شوي دي.

د شاهي کورنۍ ګارډ وزیر متعب بن عبدالله چې اوس له دندې شړل شوی او بندي شوی دی، په شاهي کورنۍ کې ډیر قوي کس بلل کیدی.

همداسي د سمندري ځواکونو مشر عبدالله بن سلطان السلطان له دندې شړل شوی او پر ځای یې بل کس ټاکل شوی دی.

سعودي حکومت د امیرانو ، مسؤولینو او تاجرانو پر شخصي الوتکو هم بندیز لګولی چې له دې وروسته هیڅ حق نه لري چې له هیواده بیرون پرواز وکړي.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د یوې وینا پر مهال ویلي وه چې په هیواد کې به د فساد مخه ونیسي او په کښي ښکېل ټول مسؤولین که په هره کچه وي، وبه یې نیسي. خو د نوموړي مخالفین وايي چې ولیعهد غواړي خپل زور وښيي، په سعودي او شاهي کورنۍ کې خپل موقف قوي کړي او همداسي ددغه امیرانو او تجارانو پر ټریلیونونو ډالرو باندي لاس واچوي.

هغه امیران او مسؤولین چی نیول شوي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

سعودی هغه وخت ته رسیدلی چه د سعود کورني د ابدی سقوط سره ځکه مخ کیږی چه ورونو کی دغه غلام سلمان اخرنی پاچا دی، د پاچاهی د میراثی کولو د باره یی خبل زوی ولیعد ټآکلی مګر د هغه نور د اکا زامن ورسره دا کله هم نه منی په ځانګړی ډول د ملک عبدالله زوی چه د ده تر زوی دمخه ولیعهد ټاکل شوی وو مګر لیری شو او په ځآی یی خپل زوی ولیعهد وتآکلو . همدا نیونی د فساد په ضد نه بلکه د کودتا یوه برخه وه فکر کوم ، شاید سلیمان د امریکایی استخباراتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x