نظــر

په دوه سري رژیم کې اخلاقي فساد

ابو یاسر افغان

د روانې اوونۍ په سر کې به مو د کابل رژیم د هوایي ځواکونو د یو لوړ رتبه ډګروال له لوري پر یوه جینۍ د جنسي تیري مکمل خبر اوریدلی وي او په دې به هم خبر یاست چې تر دې وړاندې د سیګار ادارې خبر ورکړی ؤ چې د اشرف غني د حکومت په ادارو کې د وژل شوو پولیسو او عسکرو له کونډو څخه د عسکرو د امتیازاتو د اخېستلو بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنه اوس یوه عادي کیسه ده او لوړ پوړي حکومتي چارواکي هم په دې فساد کې ښکېل دي، نږدې درې کاله مخکې بي بي سي او ځینو نورو نړیوالو رسنیو د اردو او پولیسو په لیکو کې د ښځینه عسکرو سره د زنا او کم عمره هلکانو سره د لواطت مستند را پورونه خپاره کړي ؤ، دا ډول په سرپل، ننګرهار، کندوز، غزني او کابل کې د حکومتي چارواکو له لوري د جنسي تیریو، د ښځو د تښتونې، په یوځل د دوو خویندو د را واده کولو او ورته نورو بدو خبرونو شاهدان پاتې شوي یو، د طلوع، یک، اریانا او شمشاد تلویزیون فاحش نشرات لا هم په زور او شور سره ادامه لري.

د عاقل او هوښیار انسان لپاره یوه اشاره هم کافي ده چې دی پرې پوه شي؛ د کرزي د مفسدې دورې جنایات او فسادونه لا د خبرونو مهم سرټکي وو چې اشرف غني راغی، هغه اشرف غني چې لور یې (مریم غني) په امریکا کې لوڅه لپړه ګرځي او نصرانۍ ښځه یې د لبناني کلیسا له لوري په افغانستان کې د نصرانیت او ترڅنګ یې په افغاني پتمنه ټولنه کې د فحشا د ترویج په دنده ګومارل شوې ده.

چېرته چې د حکومت لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي، نظامي جنرالان او حتی پولیس او عسکر په اخلاقي جرایمو کې تر سره لتاړ وي، نو هلته به څوک څۀ د ښۀ راتلونکي تمه ولري؟؟ د امریکایانو لویه ډالۍ چې افغانانو ته یې راوړه هغه همدا فحشاء او ارتداد دی، دا چې په کابل اداره کې د زنا او لواطت او همدا راز د مرتد لپاره سزا نشته، یعني که تش په نوم اساسي قانون کې په دې اړه څه راغلي وي هغه هم یواځې د خلکو د تېر ایستنې په موخه راغلي په عمل کې، خو موږ ولیدل چې زاني، لوطي او مرتد ته د دې حکومت لخوا په تېرو ۱۶ کالو کې هیڅ ډول سزا ور نکړل شوه، نو طبیعي ده چې زانیان، لواطتیان او مرتدین به دلته په ډاډه زړه خپل وخت تېروي او خپل جرایم به ترسره کوي، دلته خو نو قاضیان په خپله د فساد مهم عاملین دي د نورو مفسدینو به څه مخه ونیسي!!

د دې لپاره چې نور نو د دې فاحشې ډیموکراسۍ له مرضه خلاص شو، راځئ په ګډه دغې تپل شوې ډیموکراسۍ ته نه ووایو او د اشغالګرو د وتلو غوښتنه وکړو، هر افغان دې وګوري چې په کوم ډول د اشغالګرو او ډیموکراسۍ خلاف مبارزه کولای شي، په همغه ډول دې فعالیت پېل کړي، تر څو له دې منحوسي او مردودي ډیموکراسۍ نور خلاص شو.

څوک دې هم دا لنډ فکر نه کوي چې څه وشول که د فحشا او ارتداد یو څو پېښې وشوې، دا خو فردي عمل ؤ او طبعاً په دې دومره لوی رژیم کې به خامخا داسې یوه نیمه پېښه کېږي نو، دغه ډول فکر لرونکو ته ور په زړه کوو چې دا د امریکایانو مهم هدف دی او دې ته د تصادف په سترګه کتل هسې ځان تېر ایستل دي، د فحشا او ارتداد او یا د اداري فساد یوه نیمه پېښه چې را برسیره شي دا هم د امریکایانو یو چال دی هغوی غواړي چې دا ډول یوه نیمه پېښه دې رسنیزه شي، تر څو دوی وګوري چې د فکري یرغل څومره اثرات رابرسیره شوي او آیا تر اوسه هم په افغان ولس کې داسې څوک شته چې د فحاشۍ او ارتداد یا مرتد کېدو خلاف غږ پورته کړي، که وي نو د دوی مخه باید څنګه ونیسو تر څو په دې لاره کې دا پاتې خنډونه هم له منځه ولاړ شي او د فحاشۍ لپاره مخه خلاصه شي!!

هسې خو د زنا، لواطت، نشې، غلا، رشوت او ارتداد کچه بیخي زیاته ده چې د دا ډول پېښو ۱۵% یې هم لا رسنیزې شوي نه دي، خو ریکارډ یې د سي آی ای سره پروت دی چې هغوی ترې د یوې مؤثرې وسلې په توګه تر یوۀ وخته کار اخلي او کله چې نور دغې راز ساتنې ته ضرورت پاتې نه شي بیا به فیسبوک، ټیلګرام او یوټیوب د دا ډول زرګونو ویډیویي رازونو څخه ډک وي، دا به نو د افغانانو لپاره یوه تاریخي بدنامي او زموږ د غیور ملت پرمخ پر مخ یوه درنه څپیړه وي.

راځئ چې د فاحشو رسنیو، فاحشو چارواکو، مؤسسو او په ټولیزه توګه د ټولې ډیموکراسۍ خلاف یو موټی او یو غږ شو، ترڅو چې ډیموکراسي وي افغان ولس به ښه ورځ و نه ګوري، د ډیموکراسۍ خلاف اسلامي نظام او خپلواک افغانستان زموږ لپاره د امن، سولې، پرمختګ او خوښۍ وړ بدیل دی.

د ګران هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د قیام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x