شعـــــرونه

غزل

عابد ځواک

بیا به د دي خړې حجرې و دیوالو ته ژاړې
آشنا په دریغه به مې ګونګو تصویرو ته ژاړې

هم می ځوانی هم طالبي دانقلاب شومه سول
په چیغو چیغو به مې پاته کتابو ته ژاړې

ای د غرور پر نیلي سپوره یاره یادیې لره
یوه ورځ به ته هم زما د شناختو بیرغو ته ژاړې

يواځـــيتوب به مي درياد کړي ته لږ صبروکړه
بيا به د تانــدو سپــينو ستــورو قافـــلو ته ژاړې

منم چی اوس به مې له تشو لیدو کرکه کوې
وخت به راځي بیا به مې ورانو محفلو ته ژاړې

ځواک ځواک به وایې خو قربان به درته نه وایي څوک
بیا به په ساندو خپلو تیرو تیروتو ته ژاړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x