شعـــــرونه

پر شملو باندي شکي يم

غلام حضرت مشفق

نا امیـده شـوم ملګرو خـپلو کړو باندې شکي یم
دلته ژوند خبرې نکړي په ژوندو باندې شکي یم

دراڼه فکر مـلګري دغـو تورو جـذبو ورک کړل
اوس د چم ټولو یارانو په جـذبو باندې شکي یم

چي زما غمونه ډیر شول اوس ترې ساه اخیستې نشم
اې دلـداره ستا په لوظ او په وعـدو بانديې شکي یم

غیږ په غیږ او څنک په څنګ اوس د رقیب سره ولاړ یئ
شمـلورو پښتنو ستاسو شمـلو بانې شکي یم

دنتکۍ او میخـکو نه، نور مشفق، لیکلی نشي
زه د خیال د دغې ویش او قسمتو باندې شکي یم،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x