نړۍ

د اسراييلو پخوانی لومړی وزیر ايهود اولمرټ د رشوت په تور پړ وبلل شو

نن ټکی اسيا: د اسراييلو پخوانی لومړی وزير ايهود اولمرټ د پرمختيايي پرژو اړوند د رشوت اخيستو له امله پړ وبلل شو.

اسراييلي رسنۍ وايي چې، ايهود اولمرټ د بيت المقدس د شاوال په توګه د پرمختيايي کارونو او پروژو په ورکولو کې يې لکونه ډالر رشوت اخيستی.

د تل ابيب په يوه ځانګړې محکمه کې د اولمرټ پر خلاف يوه دعوه دايره شوې وه. محکمې په خپله پريکړه کې ايهود اولمرت پړ وباله،مګر د جزا په اړه تر اوسه څه ندي ويلي.

د يادونې وړ ده چې، له دې مخکې هم يوې بلې محکمې ايهود اولمرټ د تجارت د وزير په توګه په اداري فساد ککړ بللی وه،

چې، د نوموړي جرم پر اساس د لومړي وزير له دندې هم ګوښه کړای شوی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x