نظــر

د نظامي او دولتي چارواکو تر منځ درز

د طالبانو له خوا دهېواد په پلازمېنه کې پرلپسې زورورو بريدونو د دولتي چارواکو ترمنځ ناندرۍ راولاړې کړې دي، ځينې يې په دې باور دي چې د یادو بریدونو په ترسره کولو کې له طالبانو سره ځينې نظامي مسوولین پوره همکار دي. ځينې نور بیا دا پرلپسې بریدونه د استخباراتي مسوولینو کمزوري يا هم له طالبانو سره همغږي بولي، ځينې نور يې بیا په دې باور دي چې دا بريدونه د پښتون ضد دولتي مسوولینو کار دی، مګر وروستی باور ځکه کمزوری دی، چې په کابل کې شویو بریدونو دا ثابته کړه چې طالبان يواځې په پښتنو سیمو کې جګړه نه کوي، ځکه کابل داسې ځای دی چې نږدې دهېواد هر قوم پکې مېشت دی.

د پورتو باورونو ترڅنګ د طالبانو یادو بریدونو د هېواد په دوو مهمو ارګانو کې زورور درز پیدا کړی دی، کله چې  د هېواد په ختيځ کنړ کې د طالبانو له خوا تر شلو ډېر د اردو عسکر ووژل شول او تردې څو ورځې وروسته په لوګر کې د بهرنيو خواکونو له خوا په یوه بمباري کې نږدې پنځلس تنه د اردو عسکر ووژل شول. خونه په دولتي رسنیو کې وړ غبرګون ښکاره شو او نه هم دولتي مسوولینو پرې غوږ وګراوه. دې او په تېرکې دې ته ورته پېښو د نظامي مسوولینو او د دولت د نورو ارګانونو ترمنځ زورور درز پیداکړی دی.

کله چې د ولسمشر لومړی مرستیال ومړ، نو په ټول هېواد کې د ویر ټغر خپور شو او بیرغونه نیم ځوړند شول او په دولتی او شخصي رسنیو کې د فهیم توصیف پیل شو. کله چې نظامي مسوولینو دغه توپیر ولید، چې قرباني دوی ورکوي او دجګړې په لومړۍ کرښه کې دوی مصروف دي، خو د دوی شاوخواو شپږدېرش کسه د یو فهیم ارزښت نه لري، نو د دوی او دولتي سیستم تر منځ د کرکې او بې باورۍ پنډ دېوال ووهل شو.
سیاسي شنونکي د دې ادعا د ثبوت لپاره په نظامي برخه کې طالبانو ته د دوی پرلپسې تسلیمي وړاندې کوي، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اردو، پولیس او اربکي ډلګیو څخه ګڼ شمېر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

نږدې اوونۍ وړاندې په هرات کې اوولس تنه د اردو عسکر، تر دې وړاندې د ننګرهار په سپين غرکې د اردو اووه عسکر  او په دې وروستیو کې د کنړ په شېګل کې درې څلویښت بېلابېل نظامي مسوولین طالبانو ته تسلیم شوي دي. چې طالبانو په پخپله ویبپاڼه کې مستند(نوم، دپلارنوم، دنده، ځای) معرفي کړي دي.

په دومره لږ وخت کې دومره ګڼ شمېرتسلیمي رښتیا هم داثابتوي چې د کرزي د رژيم نظامي مسوولین نور نو په ټول نظام پوره بې باوره دي. ځکه چې نږدې په یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېرې مهمې پوځي قرارګاوي تخيليه شوې دي، چې عسکر يې یا تسلیم ، یا په کورناست یا هم وژل شوي دي. لکه په ننګرهار کې د مملې د لويې قرارګا تخلیه، په خوست کې د چرګوټې د پراخې قرارګا له منځه وړل او د هلمند په نادعلي کې زوروره قرارګا تخلیه کول، چې د طالبانو په قوت سربېره د نظامي ځواکونو  پر بې وسۍ او همدارنګه د دولت د خپل منځي درز ښکاره ثبوت دی.

دا ډول پېښې افغان ولس ته دا زېری ورکوي، چې د بهرنیو له تېښتې سره سم به بین الافغاني یو اسلامي نظام رامنځته شي. چې دې ته باید طالبان هم کلک ځير واوسي چې د افغان ولس سترې قربانۍ هیڅ ونه ګڼي، بلکې د دوی د ارمان د تحقق لپاره د حکومت له بدلون سره باید ټول اشخاص ـ خصوصاً نظامي کارکوونکي ـ له منځه یوو نه وړل شي.بلکې د هغوی د سمون او تسلیمي کلکه هڅه دې وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x