خبرونه

د لوګر په پېښه کې ټپي شوی امریکايي عسکر ومړ

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): په لوګر کې د طالبانو په برید کې د نسکورې شوې الوتکې له امله بل امریکايي عسکر هم ساه ورکړه.

د ناټو او امریکايي عسکرو قومندان جان نیکولسن له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مړ شوی عسکر په لوګر کې د عملیاتو پرمهال سخت ټپي شوی و، چې د همدغو ټپونو له امله یې تېره ورځ ساه ورکړه.

د روانې لړم میاشتې پر شپږمه طالبانو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو الوتکه نسکوره کړې وه، چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره ۴۳ کورنیو او بهرنیو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د الوتکې نسکورېدل د ونې سره ټکر بللی و او د طالبانو له لوري د الوتکې وېشتل یې رد کړي وو.

طالبانو په تېره اګست میاشت کې هم د لوګر په مرکز پل عام کې د بهرنیو ځواکونو الوتکه نسکوره کړې وه او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

په افغانستان کې امریکايي عسکر وايي، په روان کال کې تراوسه ۱۴بهرني عسکر مړه شوي، چې ۱۲ یې امریکایان دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

لوګر له پلازمېنې کابل سره ګډه پوله لري؛ خو په ډېرو ولسوالیو یې طالبان واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په یاد دی روسانو به هم خپل جانی تلفات نه یا ډیر کم شودل دلیل یی همدا چه د غریبانو بچی دی د تشناب کاغذ په شان تری کار اخلی چه مړه شی له حاله یی نور عسکر او کورنۍ یا نور عام خلک نه خبروی ، د عسکرو مورال رالویږی ، د هغو مړو کورنیو د خپل حکومتی چارواکو سره کرکه زیږول کیږی او لا دعوی به وهی او هم نوری کورنی خبل بچیان عسکری ته نه استخداموی ، یعنی په ټوله کی د عسکرو د جانی تلفاتو پوره شودل د استعماری حکومتو د پاره سل په سلو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x