نظــر

اشرف غني يې ګټي

علامه الفت خو هسې نه وايي چې، سياست کې وايه يو څه کوه بل څه، چې، پوهيدې وايه نه پوهيږم او چې، نه پوهيدې وايه خبر يم. شکرې لکه مرچ داسې خوره او مرچ لکه شکرې. د ارواښاد الفت د خبرې ښه مصداق په هيواد کې د ټول ټاکنو هلې ځلې او يو بل ته تېرل دي. په ساده ټکو د دې ټولې لوبې لوبغاړي امريکايان دي او کرزی د لوبې مين آف دي ميچ دی.

اشرف غني د يو پلان شوي توطيې له مخې په بېلابېلو دندو وګمارل شو. دی د کابل پوهنتون ښه کامیاب ريس وه خو د خپلې کړکيچنې رويې او چارواکو د مداخلې له امله له دغې دندې ګوښه کړای شو. په ماليې وزارت کې يې هم له خپلو ټيټ پوړو چارواکو سره رویه همدغسې وه، ځکه دی هغه څه عملي کول غواړي چې، په کتاب کې يې لوستي. دی تر اوسه هم افغانستان په امريکا قياسوي. دی فکر کوي چې  يې څه لوستي هماغه څه په افغانستان غوندې يو وران ويجاړ او له جغرافيايي پلوه له لوديځې نړۍ بيخي جلا هيواد کې عملي کړي.

 ډاکتر اشرف غني چې هيڅ عسکري زده کړه نلري او نه له فزيکي پلوه ورته جوړ دی، د انتقال د پروسې مشر وټاکل شو. ده هم د ډاکتر نجيب غوندې دعوې پیل کړي چې، ناټو له ولايتونو ده را و ويسته هغه ورځ يې په کندهار کې خپلې جلسې ته يوه بله ناپړيته و ويله چې، د بګرام زندانيان ده ورته را خلاص کړل. ده غوښتل له دې لارې کندهاريان ځانته رامات کړي.

دی او نور ټول کانديدان او پلويان يې اوس هم د ولس په عقلونو لوبې کوي او فکر کوي چې، ولس د دوی پر درواغجنو او جذباتي خبرو تېروځي. امريکا او کرزی د ده غير مسقيم ملاتړ کوي او په ظاهره داسې بريښي چې، د زلمي رسول ملاتړی دی. دا خبره به شايد لوستونکو ته هيښونکې ښکاري، خو د خپلې خبرې لپاره کره دلايل لرم.

 اول دا چې، تقريبا دوه مياشتې وړاندې ولسمشر کرزي په اسلام اباد کې پروت يو پير امين جان اغا چې، د حضرت صاحبانو د کور دی، کابل ته ور وغوښت. امين جان اغا سره زموږ  نژدې ملګری چې، د ده مريد بړيڅی دی، هم کابل ته تللی وه. چې، راغی نو ويل يې چې، کرزي له اغا صیب څخه وغوښتل چې، د اشرف غني د ملاتړ په موخه خپل اثر رسوخ وکاروي تر څو اشرف غني بريالی شي. دا خبره مې په ذهن کې وه خو د کرزي عمل ته مو چې، کتل د زلمي رسول ملاتړ کوي او خلک ورته اخلي، ورور يې ورته تېر کړ، دی پخپله د زلمي رسول په ملاتړ تورن دی، حکومتي وسايل هم په ظاهره د زلمي رسول په خدمت کې دي.

رسنۍ او چارواکي هغه خبرې نکوي چې، حکومتي وسايل څومره د اشرف غني په خدمت کې دي، د کرزي وروڼه، تره زامن او خپل بړيڅي يې اشرف غني سره لروبر کيږي.

دا ټول هسې هوايي يا اتفاقي خبرې ندي، بلکې دا د کرزي او امريکا پلان شوي کارونه دي. د ارګ ځينې باوري سرچينې وايي چې، قطب الدين هلال څو وار کرزي ته راغی چې، زه تېرېږم، خو کرزي ورته و ويل کلک ودريږه، د تېريدو وخت چې، راشي، زه درته وايم. همدا سرچينه د زلمي رسول له قوله وايي چې، کرزی صیب به يې د اشرف غني په ملاتړ تېروي، خو چې دا فيصله به کله کيږي.

اوس سوال دادی چې، دا دومره منډې ترړې او تاوانونه د څه لپاره؟! اګر که په سياست کې خو وړاندوينه يقيني نه وي، خو د باوري معلوماتو پر اساس ويل کيږي چې، امريکايان غواړي، اشرف غني يې وګټي او د خلکو ذهن ته به دا خبره واچوي، چې، ګوره د حکومت او کرزي د ټولو کوښښونو سربېره بيا هم اشرف غني وګټله، ځکه چې، اشرف غني سره ولسي ملاتړ دی. دا لس دولس کاله يې د همدې موخې لپاره په يو او بل نوم د اشرف غني تعريفونه کول، تر څو يې د يوې ځانګړې موخې لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوي. اوس خبره دا ده چې، ډاکتر اشرف غني د افغانستان غوندې يو ويجاړ او ګډوډ هيواد مشري کولای شي کنه؟ پلويان يې وايي چې، درې دکتورې لري، څلور ماسترۍ او د څو کالو کاري تجربه، نو ځکه کولای شي په ښه توګه افغانستان اداره کړي.

بل پلو يو شمېر پوهان په دې نظر دي چې، اشرف غني د معدې مريض دی، سرطان تکليف لري او عقلي صلاحيتونه، صبر او زغم يې د نشت برابر دی، د دولسو کالو په تېردو لا هم په افغانستان کې سالم اداري جوړښت نه دی موجود او اشرف غني نشي کولای چې، په خپلو دکتورو او ماستريانو دغه هيواد اداره او د قومونو تر منځ بيلنس او خارجيانو سره خپلې اړيکې په سالمه توګه پر مخ بوځي.

اشرف غني يوازې د يو ښه مشاور او استاد په توګه ښه ځليدلای شي، په عملي کار او د افغانستان غوندې هيواد کې ولسمشري ورته ډېر ستونزمن کار دی.

  امريکايان د کرزي په واسطه غواړي چې، ډاکتر اشرف غني ټاکنې وګټي او خلک په دې ډاډه کړي چې، ګوره کرزي خپل او ټول حکومتي وسايل د زلمي رسول لپاره وکارول خو د ولسي رايو په زور اشرف غني وګټله او دا د ولس يو ممثل نظام. بيا نو اشرف غني کولای شي چې، له امريکايانو سره د دايمي اډو سند لاسليک کړي، پرته له دې چې، د افغانستان، ګټو او شرطونو ته پکې څه پام وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x