خبرونه

عدلیې وزارت: ډېری ګوندونه ملي نه، بلکې قومي او سیمه ییز دي

دنن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د عدلیې وزارت وزیر عبدالبصیر انور وايي، په افغانستان کې زیاتره ګوندونه ملي نه، بلکې سیمه ییز او قومي دي او د همدغو موخو لپاره جوړ شوي دي.

د عدلیې وزیر تېره ورځ ولسي جرګې ته د درې کلن کار راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، زیاتره ګوندونه قومي او د سمتي موخو لپاره جوړ شوي او ملي ګټې په پام کې نه نیسي.

ده په خپلو خبرو کې وویل، په تېرو درېو کلونو کې یې د ۳۶زره جریبه دولتي ځمکې له غصب کولو مخنیوی کړی؛ خو بیا هم ډېره ځمکه د زورواکانو، چارواکو او یو شمېر نورو خلکو له لوري غصب شوې ده.

خو د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست د عدلیې په وزارت تور پورې کړ، چې د دولتي ځمکو د غصب په مخنیوي کې پاتې راغلي او هره ورځ لسګونه جریبه دولتي ځمکې غصب کېږي.

د بشردوست په خبره، که حقایق وویل شي، نو د عدلیې وزیر او کارکوونکي، د ولسي جرګې ځینې غړي او یو شمېر نور خلک به د څرخي پله په زندان کې سره وویني.

د عدلیې وزیر د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د دې وزارت ستره لاسته راوړنه وبلله.

اوسمهال د عدلیې وزارت سره ۶۶ سیاسي ګوندونه ثبت دي، چې د زیاتو ګوندونو غړو شمېر یې تر زرو پورې هم نه رسېږي او خپل فعالیتونه په یوه ځانګړې سیمه کې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x