ټکنالوژي

مشتري : او د الله د قدرت د عجائبو مظهر !!!

مفتي احسان الله …

مشتري د لمریز غونډاري تر ټولو سیارو ستر دی ، او له لمر ، سپږمۍ ، زهره نه وروسته په ټول غونډاري کې څلورم ځلانده سیاره ده ، روښني يې تر زهره کمه او تر شعری یماني ، چې په ثوابتو کې تر ټولو زیاته روښانه سیاره ده پنځه ځله زیاته ده ، د لمر نه د بعد به اعتبار سره پنځم ځای لري ، د لمریز غونډاری په عملاقي ګازي جوفیانیه سیارو کې ( مشتري ، زحل ، اورانوس او نپټون ) کې مشتري تر ټولو ستر دی ، له لمر سره يې درمیانه مسافه  778,330,000 کم ، او قطر يې پر خط استواء 88735 میله دی ، د ځینو په آند بیا 90190 میله دی ، او پر قطبینو 84570 میله دی .

د مشتری کتله :

د لمریز غونډاري په سیارو کې هم مشتري لویه سیاره ده ، ځکه چې د مشتري کتله د نور باقي سیارو د کتلې دوه نیمي برخي تشکیله وي ، او مشرتي د زمکي تر کتلې په 318 وراه لویه سیاره ده ، او حجم يې د زمکي د حجم نه 1317 واره لوی دی ، او کثافت يې د زمکي د هغه نه کم یعني  برخه ده .

د مشتري کتله د لمر د کتلې تر 1/1000 ځله هم ډیره کمه ده ، خو د نور باقي کواکبو د مجموعې کتلې نه په دوه نیم واره لویه ده .

د مشتري پر مخ ستر سور داغ :

د مشتري پر مخ یو لوی ستر سور ښایسته داغ موجود دی ، چې د مشتري په ښایست کې لا زیاتوالی را وستلی دی ، په 1890 م کې دا سور داغ ستر و ، قطر يې 36 زره کم و ، په دې حالت کې تقربیا درې زمکي په کې ځایېږي ، خو د وخت په تیرېدلو سره کموالی کې راځي ، په 1995 م کې 21,000 کم ، په 2009 م کې 18,000 کم او به 2014 م کې 16,000 کم سو .

د مشتري سپږمۍ :

مشتري 67 طبعي سپږمۍ لري ، څلور لويې يې د غالیلیو په سپږميو سره یادیږي ، ځکه دا غالیلیو په 1610 م کې کشف کړي دي ، چې بالترتیب يې نومونه او قطر داسي دی : ګائنامیډ (5262 كم) دا تر عطارد لویه ده ، کالیسټو (4800 كم)، آیؤ (3630 كم)، او روپا (3138 كم) دی . بالمقابل د زمکي قطر (3476 كم) دی ، په لمریز غونډاري کې د سپږمیو د تعداد پر بنا تر ټولو غني سیاره ده ، خو ستور پوهان وايې : چې ممکن د مشتري سپږمۍ تر 200 پوري ورسیږي ، البته د زیاتو سپږمیو قطر به يې تر لس /کم هم کم وي .

د مریخ او مشتري په منځ کې زیاته خالګاه :

د مریخ او مشتري په منځ کې تر معمول زیات خالګاه موجوده ده ، د ماهرینو خیال دی ، چې په دې خالي ځای کې یوه سیاره موجوده وه ، خو بیا پاش پاش سوې ده او ځای یې خالي پاتي دی ، د هغې وړې وړې ټوکړي د لمر شاوخوا د نورو سیارو پر رکم په حرکت کې دي ، له دغو ټوکړو نه چې کومي ټوکړې د زمکي مدار ته داخله سي ، هلته د زمکي له محافظ خول سره ټکر سي ، د حرارت درجه يې دومره زیاته سي ، چې اور واخلي او اېره سي ، په دغه حالت کې ورته شهاب ثاقب ویل کیږي ، او که يې یوه نیمه ټوټه زمکي ته را ورسيږي بیا ورته نیازک وايې ، کله نا کله نیازک لویه بربادي هم جوړه وي .

هوائي خول :

هوائي خول یا غلاف يې د لمریز غونډاري د سیارو په نسبت بيخي زیات دی ، تر 5000 کم پوري يې ارتفاع رسیږي ، د زمکي د هوائي خول په نسبت 10 چنده سختي لري ، د باد سرعت يې په یوه ثانیه کې 100 متره ده ، ثقلي سرعت (g) يې د زمکي د ثقلي سرعت نه په 2,364 واره زیات دی ، لهذا که د یو فضايې سپږمکۍ د رفتار سرعت په یوه ثانیه کې تر 59.5 کیلومتره کم وي ، د مشتري له کشش نه ځان نسوای خلاسولای ، بالمقابل د زمکي د کشش نه د ازادي لپاره یوازي په یوه ثانیه کې 11.19 کیلومتره رفتار ته اړتیا ده .

حلقې :

د زحل د حلقو په رکم درې حلقې هم لري ، البته د مشتري حلقې ډیري ښایسته ، نرمي او بارکي دي ، چې تقریبا ځیني يې تر 30 کم پوري وي ، خو ځلا يې د زحل تر هغه زیاته ده ، د مشتري پر سپږمیو د نیازک د ټکرو له امله ګرز او غبار پورته کیږي ، او د مقناطسي قوت د زیاتوالي له سبب د حلقو شکل جوړه وي ، ځکه د مشتري د کتلې جاذبیت د زمکي تر هغه په دوه نیم 2.64 واره زیات دی ، پر زمکه چې د یو شي وزن 600 نیوټن وي ، پر مشتري به د هغه وزن 1580 نیوټنه وي ، خو دا هلته چې پر مشتري د درېدلو ځای میسر سي ، ځکه ګازي ستوري کلکه او ټنګه سطحه نلري ، د مشتري په هلکه د ماهرینو دا خیال دی ، چې تر اوسه لا ګرم دی ، ځکه چې کلکه سطحه نلري .

حرکات :

د مشتري میلان محوري ډیر کم دی ، تقریبا °3.13 درجې دی ، نو له دې امله هلته د زمکي او عطارد په شان فصلونه هم وجود نلري ، محوري دوران يې د باقي نورو سیارو په نسبت سریع دی ، په یو ساعت کې استوائي سرعت تقریبا 47 زره کم دی ، د استوائي ګردش او قطبي ګردش په منځ کې 3600 کم فرق دی ، محوري دوره تقربیا په 10 ساعته کې پوره کوي ، او زمکه يې په 24 ساعته کې پوره کوي ، پر خط استوا د زمکي پر خپل محور د ګردش سرعت په یو ساعت کې تقریبا 1700 زره کم دی ، او مشتري د لمر پر خواوشا په 11.86 زمکني کلو کې یوه دوره پوره کوي .

له لمره د مشتري بعد اوسط 48 کروړه 30 لکه میله دی ، بعد ابعد يې 50 کروړه 40 کله میله او بعد اقرب يې 46 کروړه او 20 لکه میله دی ، د استقبال په وخت کې له زمکي نه يې بعد 39 کروړه میله وي ، او د اجتماع په وخت کې 57 کروړه او 60 لکه میله وي .

ورېځي :

په ټول غونډاري کې د مشتري مقناطسي قوت زیات دی ، په میلنو کیلومتره لوړوالی لري ، د دې قوت په برکت د 67 سپږمۍ له ځان سره تړلي ساتي ، په دغه مقناطسي خول کې دننه ډیري سړې ورېځي لري ، دغو ورېځو د مشتري په ښکلا کې لا ځلا را وستلې ده ، د جاذبیت له امله ورځي هم ورسره په حرکت وي ، چې ډیر زیات ښایسته منظر يې جوړ کړی وي .

اقامت ، استقامت او رجعت :

مشتري د لمر پر خواوشا د ګردش یوه دوره په 11.85 زمکني کلو کې پوره کوي ، له اجتماع نه وروسته په ستارو کې د مشرق پر لور مزل کونکی ښکاري ، دا يې د استقامت حالت دی ، یو څو ورځي وروسته چې د ده بعد الشمس 113 درجو ته قریب سي ، رفتار يې کمیږي ، نو ځکه هلته بیا ساکن ښکاري ، سکون ته يې اقامت ویل کیږي ، له اقامت نه وروسته په ستارو کې دا سي ښکاري ګواکي د مغرب پر لور روان دی ، دا يې د رجعت حالت دی ، او رجعت يې هغه وخت وي ، چې د مشتري بعد الشمس 113 درجې او 35 دقېقې وي ، د رجعت وقفه له 116 ورځو نه بیا تر 122 ورځو پوري وي .

له رجعت نه وروسته بیا اقامت غوره کوي ، او له اقامت نه وروسته پر خپل اصلي سمت یعني د مشرق پر طرف حرکت پیله وي ، دا يې مستقیم حرکت دی ، له دې نه وروسته بیا هغه د رجعت او استقامت سلسله شروع کیږي ، په اسمان کې پر خپل مدار د حلقو جوړه لو په حالت کې محو سفر وي ، تقربیا له 12 کلو وروسته بیر ته هغه خپل ځای ته ځان رسوي د کوم ځایه چې وران سوی و .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عابد

السلام علیکم مفتی صاحب
الله تعالی د وکوی چې روغ او جوړ واوسیږی.
دا [او قطر يې پر خط استواء 9019 میله او پر قطبینو 84570 میله دی ] صحیح ده او که 90019کم؟
په هر صورت. په بښنې سره یو بل وړاندیز هم لرم . دا ځینی اصطلاحوی هم که په پښتو کړی یا یې ورته مناسبه ترجمه پیداکړی. تر څو مو خپله زبه هم غنی سوی وی او هم ښه ورباندې وپوهیږو.
په درناوی
انورزی
توکیو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x