دیني، سیرت او تاریخ

داپریل فول په اړه

ویل کیږي  چې اپریل  دلاطیني ژبي یوتوری  اپریلس   Aprillis  یاله اپرایر Aprire څخه اخستل شوی چې مطلب یې دی دګلانو غوړیدل ، پخوانۍ زمانه کې دروميانو قوم دپسرلي په راتلو سره دهغوی دیوه بت [ شرابو خدای ] دلمانځلو اودهغه دخوشحالولو لپاره به خلکو یو جشن جوړول چې په کې په زیاته پیمانه به یې شراب څښل ، چې له امله  یې ډول ډول حرکتونه کول اوډول ډول دروغ به یې ویل.

وروسته  دغه دروغ ویل داپریل فول یوه مهمه برخه  شوه په مغربي ملکونوکې داپریل لمړۍ نیټه دعملي مذاق ورځ  وټاکل شوه په دي ورځ هرډول دروغ ویل کیږي اوپه ډول ډول دروغ ویلوسره خلک غولول کیږي.

خوډیره دافسوس وړخبره داده چې دایوبي ځایه  اوبي معنی رسم اوس دمسلمانانوپه ټولنوکې هم یومهم رسم بلل شوی چې له امله یې یومسلمان دخپل ورور ، خور په تباهي اوبربادي باندي خوشحالي کوي اویومسلمان ددروغو په ویلو سره په پریشاني کې اچوي.

داپریل فول حقیقت

تاریخ پوهانو لیکلي  :  هغه مهال چې دعیسایانوفوج  اسپین فتح کړ نوهغه وخت  یې داسپین [  اندلس ] په مځکه دمسلمانانودومره ویني وبهولي چې دعیسایانوآسونه به له کومي کوڅي تېریدل نوپښې به یې ترځنګنونو پوري دمسلمانانوپه وینو کې ډوبيدلي ، کله چې دنیواکګرو یقین شو چې اوس په اسپین کې کوم جنګیدونکی مسلمان ژوندی نه دی پاتي شوی  نو یې هغه بندي مسلمانانوته داموقع په لاس ورکړه چې هغه له خپلو کورنیوسره دمراکش په لوري له کوم ځای څخه چې یې نیکونه راغلي ؤولاړشي.

ددښمن  فوجونوبندیان شوي مسلمانان له غرناطي تقریباشل کیلومتره ليري له یوه غره سره پريښودل اوفوج بیرته راستانه شو.

هغه مهال چې عیسایي فوجونو مسلمانان له خپل ټاټوبي وایستل نوبیابه جاسوسان کوڅه په کوڅه ګرزیدل که کوم مسلمان به یې ولید ځای په ځای به یې شهیدکړ ،کوم مسلمانان چې ژوندي پاتي شوي ؤ هغوی خپلي سیمي پريښودي اونوروسیموته یې هجرت وکړاوهلته یې په خپلو غاړو کې ددښمن له ډاره دصلیب نښانونه  واچول اوپه ځان یې دعیسایانوغوندي نومونه کېښودل چې په دي ډول یې ځانونه پټ کړل  او ددښمن له شرنه یې ځان وژغورل ، اوپه ډیره پټه به یې دالله رب العزة عبادت کول ، چې له دي سره په ظاهره په ټول اسپین[اندلس] کې مسلمان پاتي نه شو، لیکن بیاهم دعیسایانو یقین ؤ چې ټول مسلمانان نه وژل شوي دي اونه ټول تللي دي  بلکه څه ناڅه خلک به خامخاپټ شوي وي ، نو په دي اړه یې فکر وکړ چې په څه ډول به مسلمانان یومخیزله سیمي ورک کړو، نو ددي لپاره یې یوپلان جوړکړ ، پلان داسي ؤ چې په ټول هیوادکې یې اعلان وکړچې داپریل ترلمړۍ ورځ دي ټول هغه  مسلمانان چې ځانونه یې پټ کړي په غرناطه کې یوځای شي چې  دحکومت له لوري ددوی دخوښي هیواد ته واستول شي ،  نودمارچ په ټوله میاشت کې اعلانونه کیدل ، الحمراء ته نږدي په غټو غټو میدانونوکې خیمي ودرول شوي اوغټي غټي بیړۍ   په ساحل باندي لنګرکیدلي ، پټ شویو مسلمانانوته پوره یقین ورکړل شوچې په خوندي توګه به رسول کیږي،
کله چې دمسلمانانویقین شوچې اوس هغوی ته هیڅ خطرنشته نو هغوی ځانونه راښکاره کړل اوټول په غرناطه کې سره راټول شول ،که څه هم مسلمانانوته دخپل هیوادپه پرېښودلو ډیرتکلیف  پېښیدو خو دابه یې ویل چې ځه ایمانونه خوبه موساتلي وي ،
عیسویانودخپل عادي منافقت له مخي   په ښکاره  ښه مدارات ورسره وکړ، اوټول یې په یوځای سره راټول کړل.

داڅه دپاسه  پنځه سوه کاله وړاندي داپریل لمړۍ ورځ وه چې ټول مسلمانان په یوه لویه بیړۍ کې کښېنول شول  ، ، جنرالانو مسلمانانوته الوداع وویل او بیړۍ دسمندرپه لوري روانه شوه هغه مهال چې بیړۍ دسمندرمابین ته ورسیده نودطرحه شوي پلان له مخي ټول مسلمانان چې  دسپین ږیرو ، ځوانانو ، ښځو اوماشومانوپه ګډون مریضان هم پکې ؤ  په اوبوکې غرق کړل شول اوهمداسي هغه ټول مسلمانان په شهادت ورسیدل.

دمسلمانانو له دي ډله ایزشهادت   اوهغوی ته دچل اوفریب ورکولو وروسته په اسپین کې داجشن جوړیدو چې څرنګه موخپل دښمنان [مسلمانان ] بیوقوف کړل اوټول مو په اوبو لاهوکړل ، له دي وروسته دغه ورځ داسپین له سرحدونوووته اوپه ټول یورپ کې دفتحي یوه ستره ورځ وبلل شوه
اوهمدي  ورځي ته په انګلیسي ژبه کې د First April Fool نوم ورکړل شویعني داپریل دلمړۍ ورځي بیوقوف ، نن هم عیسویان  دغه ورځ په ډیر اهتمام سره لمانځي اوله عیسایانوسره سره یې ځیني هغه مسلمانان چې له اسلامي تعلیماتوبي برخي دي  اوپه هرڅه کې  دیهودو اونصاراؤ ړوندتقلیدکوي  دغه ورځ دخلکو دغولولو لپاره کاروي.

نومسلمانانوته په کارده چې له داسي کارونوپه کلکه ډډه وکړي  دروغ ویل په اسلام کې یوسترجرم دی  ،په یوه حدیث کې داسي راغلي
عَنْ مُعَاوِيَةَ بْنِ حَيْدَةَ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: ” وَيْلٌ لِلَّذِي يُحَدِّثُ فَيَكْذِبُ لِيُضْحِكَ بِهِ الْقَوْمَ وَيْلٌ لَهُ وَيْلٌ لَهُ > “. أخرجه أحمد (5/5 ، رقم 20058) ، وأبو داود (4/297 ، رقم 4990) ، والترمذي (4/557 ، رقم 2315)  قال   العلامة شمس الحق العظيم أبادي في “عون المعبود شرح سنن أبي داود”: ( وَيْل ): أَيْ هَلَاك عَظِيم أَوْ وَادٍ عَمِيق فِي جَهَنَّم

ژباړه : حضرت معاویه بن حیده رضی الله عنه وایې : ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې فرمایل یې : هلاکت دي وي هغه چالره چې خبري کوي اودروغ وایې ددي لپاره چې خلک وخندوي ، هلاکت دي وي هغه لره هلاکت دي وي هغه لره.

دویل ترجمه علامه شمس الحق عظیم ابادي رحمه الله  دابوداؤ دپه شرح کې په سترهلاکت یا په جهنم کې دیوې ژورې کندي  سره کړي ده
عن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه قال لاتماراخاک ،ولاتمازحه ولاتعده موعدا
فتخلفه .رواه الترمذي  مشکوة ص۴۱۷

ژباړه:یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : له یوه مسلمان ورورسره مجادله اوجګړه مه کوه ،اومه ورسره بي ځایه ټوکي کوه ،اومه هسي وعده ورسره کوه چې بیایې سرته نه رسوي

په مسنداحمدکې  یوروایت نقل شوی ،لایؤمن العبدالایمان کله  حتی یترک الکذب فی المزاحة  والمراء  وان کان صادقا (مسنداحمد)

ژباړه : کوم بنده ترهغه پوري دکامل ایمان څښتن نه شي کیدلی ترڅو هرډول دروغ پري نه ږدي ،که هغه په ټوکوټکالوکې وي اوکه په جنګ اوجدل کې  اوکه څه هم یواځي یې  انداز ددروغووي اوپه حقیقت کې رښتیاوي ،

په یوبل حدیث کې دي چې  : المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده ، یعني کامل مسلمان هغه دی چې نورمسلمانان یې دژبي اولاس له شرڅخه په امن وي

په یوبل مبارک حدیث کې دي : چې دمنافق درې ستري نښانې دي ، چې کله خبري کوي نودروغ وایې ، اوچې وعده وکړي پوره کوي یې نه ، اوچې کله جګړه کوي نوښکنځل کوي

له دي پرته نورډیرزیات آیتونه اوحدیثونه شته چې ددروغ ویلو اوخلکو غولولوذم اوبدوالی پکې بیان شوی

داپریل فول یوڅو نقصانات

ددښمنانوپه خوښي کې شریکیدل

په نفاق کې ډوبیدل

دروغ ویل اوپه هلاکت کې لویدل ، خدای جل جلاله ناراض کول

دمسلمانو وروڼو اوخویندوپه تباهي اوبربادي باندي خوښي کول

مسلمان ورور یاخور پریشانه کول

ددنیا اوآخرت تاوان ګټل

نو له ټولو مسلمانو وروڼو اوخویندوڅخه هیله ده چې په هروخت کې له دروغ ویلو ډډه وکړي ځکه دروغ ویل دالله تعالی دناراضه کیدلوسبب دی اوبل داچي په دي سره به دهغه شهید شوي مسلمانانو روح ته څومره تکلیف رسي په کاردی چې په دي ورځ لا زیات دخیرکارونه   وکړو اوداسلام دین ټولو شهیدانوته یې ثوابونه وربخښو

الله تعالی دي موږپه حق لاره برابرکړي

م/ محمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x