fbpx
جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

ناچاري دومره ده چې نوره اندازه نلري
کلا مو نشته او کوټه مو دروازه نلري

غرونه بدل شول او که زه کمزوری شوی یمه؟
نارې وهمه ، خو اواز مې انګازه نلري

چا به چې نورو جنازو کې تویولې اوښکې
هغه ځوان خپله دا دی مړ دی، جنازه نلري

په دغه یو ټکي اوس ټول کلی خوند نه راکوي
چې ورور له ورور سره مخ کیږي، جوړ تازه نلري

د ښار قاضي وایي مشران چې څه کوي، کوي دې
خـو کشَران د څه ویلـو اجـازه نلري

پخه پتیره ده، خو هیڅوک لا پرې ندي خبر
د غریب لور ده پیغلتوب یې اوازه نلري

وږی میلمه دی “خدرخېل” معمولي ست غواړي خو
بخیل کوربه یار مې په سپینه خوله رازه نلري

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د