ننګرهار کې د داعش ۱۵ وسله وال وژل شوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ ناوخته د بهرنیو عسکرو د بې پېلوټه الوتکې په بریدونو کې د داعش ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، د اچین ولسوالۍ په مامند، څپرې،  نرګوسه او یو شمېر نورو سیمو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۵ د داعش وسله وال او یو ملکي وګړی وژل شوي او یو شمېر نور داعش وسله وال ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي د پنځلسو داعشي وسله والو د وژنې خبره داسې مهال کوي، چې له تېرې دوو اوونیو راهیسې د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې خبره کوي.

د ننګرهار امنیتي چارواکو تراوسه په خوږیاڼیو ولسوالۍ هېڅ مداخله نه ده کړې او د داعشیانو مقاومت یوازې طالبان کوي.

د دغو نښتو له امله د خوږیاڼیو ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او سلګونه کلي له خلکو خالي شوي دي.

د یو بل خبر له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا څخه پر لالپورې ولسوالۍ ۱۳ توغندي توغول شوي، چې د لالپورې ولسوالۍ ځايي خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي؛ خو ځاني زیان نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د