د اخلاص توبه

د عتبة الغلام حيرانوونکې کيسه

ژباړه: ابو المنظور عطشان

عتبه -رَحِمَهُ الله تَعالی- په فسق، فساد او د ناوړه کړنو په کولو کي شهرت درلود، لکه شراب څيښل او داسي نور…. يوه ورځ د حسن بصري -رَحِمَهُ الله تَعالی- مجلس ته حاضر سو، په هغه مجلس کي حسن بصري -رَحِمَهُ الله تَعالی- دا آيت شريف تلاوت کوی: ((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ))- (سورة الحديد: ۱۶ آيت).

ژباړه: ايا مومنانو ته هغه وخت نه دی رارسېدلی چي زړونه يې د الله -جل جلاله- د ذکر له وجي وبېرېږي؟

حسن بصري -رَحِمَهُ الله تَعالی- د دغه آيت په تفسير کي دا ډول زړه نرموونکی نصيحت وړاندي کړ، چي د مجلس برخوال يې ټول په کابو کي راوستل. د نصيحت په آخير کي ناڅاپه يو ځوان ولاړ سو، ويې ويل: ”که زما په شان فاجر او فاسق توبه وباسي هم الله -جل جلاله- معافي ورته کوي؟“ هغه -رَحِمَهُ الله تَعالی- ورته وويل: ”هو! الله -جل جلاله- ستا توبه قبلوي او ګناهونه دربخښي“.

کله چي عبتة الغلام دا خبره واورېده، مخ يې ژړ سو، څېره يې بل شان سوه او پر بدن يې لړزه او تکان راغلی او پر مځکه ولوېدی. کله چي پر هوښ راغلی، حسن بصري -رَحِمَهُ الله تَعالی- يې څنګ ته ولاړ وو او دا شعرونه يې ويل:

ايا شابا لرب العرش عاصي ::: اتدري ما جزاء ذوي المعاصي
سعير للعصاة لها زفيرٌ ::: وغيظ يوم يؤخذ بالنواصي
فان تصبر علی النيران فاعصه ::: والا کن عن العصيان قاصي
وفيما قد کسبت من الخطايا ::: رهنت النفس فاجهد في الخلاصي

ژباړه: اې د رب العرش د فرمان په وړاندي مجرم ځوانه! ايا ته پوهېږې چي د الله -جل جلاله- له امره څخه د بغاوت سزا څه ده؟ د نافرمانه خلګو لپاره خوټېدونکی شور کوونکی جهنم دی او د الله -جل جلاله- غضب او غوصه ده. دوی به په دې ورځ ډېر زيات ذليله وي. که د جهنم په اور کي صبر کولای سې، نو ګناهونو ته زور ورکړه او که نه نو له ګناونو څخه لاس واخله! تا خپل ځان په هغو ګناهونو چي کړي دي دي، ګرو کړی دی. له همدې ګرو او محاصرې څخه د خلاصون هڅه وکړه!

عتبه چي ياد سوی شعرونه واورېدل، دويم ځل يې بيا چيغه کړه او بې هوښه سو، کله چي پر هوښ راغلی ويې ويل: ”اې شيخه! الله -جل جلاله- زما په شان د بدبخته توبه قبلوي؟“ هغه -رَحِمَهُ الله تَعالی- ورته وويل: ”عفوه کوونکی الله -جل جلاله- د خپل ظالم بنده توبه قبلوي“ په دې وخت کي عتبه خپل سر اسمان ته پورته کړاو خپل رب ته يې درې غوښتني وړاندي کړې:

”(۱):- يا الله! که تا زما ګناهونه بخښلي وي او زما توبه دي قبوله کړې وي، نو ماته داسي عقل او حافظه راکړه چي زه قرآن کريم او هر څه ديني علوم واورم او هغه مي له ياد څخه ونه وزي.

(۲):- يا الله! ما ته دا ډول آواز راکړه چي زما د تلاوت په اورېدو سره هر څومره سخت زړی څوک دا ډول وګرځي لکه موم.

(۳):- يا الله! ما ته حلال رزق را په نصيب کړه او له داسي لاري څخه يې راکړه چي زما هيڅ په فکر کي نه وي“.

الله -جل جلاله- د عتبه -رَحِمَهُ الله تَعالی- درې واړه سوالونه ورمنظور کړه، د هغه حافظه قوي او عقل يې زيات سو او کله چي به قرآن تلاوت کوی هر اورېدونکي به له ګناه څخه توبه کښل. او د هغه کور ته هره ورځ له يوه نامالوم لوري څخه يوه کاسه ښوروا او دوې ډوډۍ رارواني وې. د عبته -رَحِمَهُ الله تَعالی- ټول عمر تر مرګ پوري همدا حال وو.

دا د هغه سړي حال وو چي په اخلاص سره يې توبه وکښل،الله -جل جلاله- احسان ورباندي وکړ، ګناهونه يې ورمعاف کړه او د رزقونو دروازې يې ورباندي ورخلاصي کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د