افغانستان

د فارياب د المار ولسوالۍ اجرايوي مدیر وژل شوی دی

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د فاریاب ولايت المار ولسوالۍ اجرايوي مدير پر موټر چاودنه شوې، چې امله يې نوموړی وژل شوی دی.

د فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر منلې، چې د المار ولسوالۍ اجرايوي مدير روضه الدين له خپل کوره دفتر ته پر لاره و، چې لس بجې يې موټر د سړک د غاړې د ماين ښکار شو او نوموړی په کې ځای پر ځای ووژل شو.

د يو بل خبر له مخې نن له غرمې مخکې يوولس بجې د فارياب په مرکز ميمنې ښار پنځمې ناحيې همت اباد سيمې کې چاودنه شوې ده.

چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مېمنې کې د دولتي روغتون يوه ډاکټر رسنيو ته ويلي، چې د پېښې له ځايه یو مړی او پنځه ټپيان وروړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x