خبرونه

اجراییه مشر د شانګهای په ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د شانګهای په راتلونکې ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي.

د اجراییوي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي او عبدالله عبدالله ترمنځ په ناسته کې نوموړي دغه بلنه ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسي سفیر د روسیې د لومړي وزیر دمیتري میدویدوف بلنلیک اجراییوي مشر ته سپارلی او عبدالله عبدالله یې هم بلنه منلې ده.

له اجراییوي مشر سره په دغه ناسته کې د روسیې یو ځل بیا له افغان حکومت سره د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی.

د شانهګای راتلونکې ناسته په مسکو کې جوړیږي، چې افغانستان د دغه تړون په ناسته کې  د ناظر په توګه ګډون کوي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې، چې د سیمې هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي او د امریکا له لوري رامنځته شوې بې باوري له منځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x