افغانستان

کندوز: د خان اباد ولسوالۍ جنايي آمر او څارنوال په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي

نن ټکی اسيا: د کندز ولايت امنيه قومندان غلام محسني وايي چې، پرون د دوشنبې په ورځ د خان اباد ولسوالۍ جنايي آمر او څارنوال د يو ځای پر ځای شوی ماين له امله و وژل شول.

محسني زياتوي چې، په چاودنه کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.
د کندز امنيه قومندان همدارنګه وايي چې، په يوه بله چاودنه کې ديارلس کسان وژل شوي دي.
محسني د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې،

خان اباد ,ولسوالۍ کې د دوی ملګرو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۳ اربکيان وژلي دي.
مجاهد زياتوي چې، په دغه چاودنه کې مشهور اربکي قومندان چمن او سيد جبار وژل شوي دي. 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x